د هلمند په سیمه ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر غږ د طالبانو د حکومت پر بندیز د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه!

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په هلمند ولایت کې په سیمه ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر غږ د طالبانو حکومت د بندیز په اړه خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کوي.

له دې وړاندې په فراه کې هم ځینو سرچینو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ته ویلي وو،‌ چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي چارواکو ورته امر کړی و، چې د ښځو غږ دې آن په سوداګریزو خبرتیاوو کې هم نه خپروي.‌

دا د طالبانو د ځايي‌ چارواکو له خوا په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې یو بل تبعیضي چلند دی.

موږ په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتنه کوو چې له ځنډ پرته دغه بندیز لېرې کړي او د خبریالانو ازادۍ ته درناوی وکړي.

همدارنګه،‌ موږ د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د ملاتړ او ساتنې له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړو، چې په دې برخه کې جدي او عملي اقدام وکړي او تر دې زیات د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو د ماتولو مخه ونیسي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ژمن دی، چې د افغانستان دننه او بهر د ټولو فعالو افغان خبریالانو له حقونو څخه د خپلو شته امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې کلکه ساتنه او ملاتړ وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان