په افغانستان کې د کرونا له خپرېدو دمخه، د کرونا پرمهال او له هغې وروسته د رسنیزې زده‌کړې تحول

 

 

 

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ویاړي چې د د ټېکساس پوهنتون استادې او د AMSO لوړپوړې سلاکارې ډاکټرې شګوفه دستګیر او د لایپزېک پوهنتون څیړونکی او د AMSO بنسټ اېښودونکي حامد عبیدي له‌خوا د ترسره شوې څېړنې پایلې خپروي.

مقدمه

دا څېړنه د ټېکزاس پوهنتون (TCU) استادې او د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)  لوړپوړې سلاکارې ډاکټره شګوفه دستګیر او همداراز د لایپزېګ پوهنتون څېړونکي او د AMSO بنسټ‌اېښودونکي حامد عبیدي له‌خوا ترسره شوې ده. دا پړاو په افغانستان کې د رسنیو د زده‌کړې د بهیر په اړه له کوویډ-۱۹ وبا نه مخکې او وروسته یوه مهمه او پر وخت ارزونه وړاندې کوي. یاده څېړنه د ډیجیټل وېش په تیوریکي چوکاټ (وان ډایک، ۲۰۱۲؛ راګینا، ۲۰۱۹) او په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو وزارت د یو پخواني لوړپوړي چارواکي په ګډون د ژورنالېزم او رسنیو له لسو استادانو سره د کیفي مرکو په اړه ترسره شوې ده.

دا مطالعه نه یوازې د نړۍوال روغتیايي ناورین پرمهال جوړښتي او تعلیمي ننګونې په ګوته کوي، بلکې د طالبانو د واکمنۍ او د ډیموکراتیکو لاسته راوړنو د سېستماتیک پرځېدو په پراخه شرایطو کې له وبا وروسته د افغانستان د اکاډمیک وېشل هم تحلیوي.

کلیدي موندنې

له کوویډ-۱۹ څخه مخکې دوره کې وده او پانګونه

افغانستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د ژورنالېزم او مخابراتو په برخه کې د پام وړ ودې شاهد و. په دې وده کې د محصلانو د ګډون زیاتوالی، د جنسیت ګډون، د پوهنځي پراختیا او نړۍوالې اکاډمیکې همکارۍ شاملې وې. اداري وړتیاوې د هغو نوښتونو له لارې پیاوړې شوې وې چې د نړۍوالو مرسته‌کوونکو په مالي ملاتړ پلی کېدې. دا پروګرامونه د څیړنې تولید، ډیجیټل سواد زده‌کړې، او زیربناوو پر لوړوالي متمرکز درلود.

د کرونا ناروغۍ خپرېدل او برېښنايي واټن

د لوړو زده‌کړو د ښوونیز مدیریت سېسټم (HELMS) له لارې انلاین زده‌کړې ته لېږد د انټرنېټ ضعیف زیربنا، د برېښنا کمښت، او ټیټ ډیجیټل مهارتونو په څېر خنډونو سره مخ شو، په ځانګړې توګه د هغو فارغینو په منځ کې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ وسیلو سره نا اشنا وو. د مؤثرو رسمي پلاتفورمونو په نه‌شتوالي کې، ټولنیزې شبکې لکه واتساپ، ټېلېګرام او فېسبوک د بدیل په توګه وکارول شوې؛ خو زده‌کړیزې پایلې ډېرې لږ وې. ډېری محصلان پرته له دې چې اساسي مهارتونه زده کړي، بل سمسټر ته لاړل.

د طالبانو له واک وروسته، د کرونا له وبا وروسته شاتګ

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان واک ته ورسېدل، په هېواد کې علم او پوهه له سخت زوال سره مخ شوه:

  • له هېواده د پوهانو تګ: ډېر هغه استادان چې لوړ علمي رتبې یې لرلې، له هېواده ووتل او له دې سره د تدریس ځواک ډېر کمزوری شو. پاتې استادان اوس له سختو کاري فشارونو سره مخ دي.
  • د جنسیت پر بنسټ توپیر:  نجونې او ښځې له پوهنتونونو د زده‌کړې او تدریس له حقه بې‌برخې شوي دي. دا کار د تېرو شلو کلونو هغه ټولې هڅې له منځه وړي چې د ښځو د ګډون لپاره په تعلیمي برخه کې شوې وې.
  • علمي فشار او سانسور:  د نظر ازادي، د محصلانو بحثونه او د درسي پروګرامونو خپلواکي سخته محدوده شوې ده. استادان وایي چې دوی ته سانسور، څارنه او د دیني مضمونونو تدریس پرې په جبري توګه تحمیلېږي.
  • مالي پرځېدل: نړۍوال بندیزونه او د مرستندویو بنسټونو ملاتړ پرې کېدل، د پوهنتونونو مالي وضعیت خراب کړی او د ژورنالېزم پوهنځیو ته یې ځانګړې ضربه رسولې ده.
  • له زده‌کوونکو ناهيلي‌توب: ځوانان نور د رسنیز کار راتلونکی نه‌لیدونکی بولي. ځکه رسنۍ تړل شوې، بیکاري ډېره شوې او فشارونه زیات شوي دي.

ساختماني خنډونه او اوږدمهالې اغېزې

دغه څېړنه ښيي چې د رسنیزې زده‌کړې لپاره ډیجیټلي نابرابرۍ (یعنې د انټرنېټ، وسایلو او مهارتونو کمښت) د ټول نظام برخه ګرځېدلې ده:

  • د زده‌کړې وسایلو، انټرنټ او اړیکو ته نابرابره لاسرسی
  • د انګلیسي ژبې او تخنیکي مهارتونو کمزوري کېدل
  • له زده‌کړې نه د کلیو او لرو پرتو سیمو لرې پاتې کېدل

که نړیواله ټولنه بېرته هدفمند ملاتړ ونه‌کړي، نو د افغانستان رسنیزه زده‌کړه به د بشپړې سقوط له ګواښ سره مخ شي او دا به د ټولې ټولنې پر عامه پوهاوي اوږدمهاله ناوړه اغېز وکړي.

پایله

دا څېړنه په هغو بحثونو کې مهم رول لري چې د زده‌کړې نابرابرۍ، زورواکۍ ته د ستنېدلو او د رسنیو پر ځپلو تمرکز لري. پایلې ښيي چې د افغانستان د رسنیزې زده‌کړې اوسني ستونزې له دوو غټو بحرانونو رامنځته شوې دي:

  1. د کرونا وبا پر وخت د ټکنالوژۍ نه شاته پاتې کېدل
  2. د طالبانو له‌خوا سیاسي فشارونه او محدودیتونه

لیکوالان له نړیوالو علمي بنسټونو غواړي چې همکارۍ ته دوام ورکړي، له تبعید شوو او په کور دننه استادانو سره مالي ملاتړ او هڅه وکړي چې د ژورنالیېزم د زده‌کړې راتلونکی وژغوري.

د څېړنې بشپړ متن ته لاسرسی

د څېړنې بشپړ راپور له دې لینک څخه ترلاسه کېدای شي:

 

Digital Inequalities in Media Education in South Asia: Context and Consequences of the COVID-19 Pandemic