AMSO د خبریالانو د نیونې او د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو روانې کړنې په کلکه غندي

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو په بند کې د ۱۰ خبریالانو ناڅرګنده وضعیت او په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو تورونو پر بنسټ د د یو شمېر نورو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو نیول په کلکه غندي. دا کړنې د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او بشري حقونو له نړۍوالو اصولو څخه د طالبانو د روانو ځپونکو اقداماتو ښکاره بېلګې دي. روان وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر افغان خبریالان درېیمو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته پناه یوسي چې له بده مرغه هلته هم هغوی له ناوړه وضعیت سره مخامخ دي.

موږ له طالبانو یو وار بیا غوښتنه کوو چې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې دا ډول ناقانونه او ظالمانه کړنې سملاسي پای ته ورسوي. د خبریالانو نیونه، ګواښونه او د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان د رسنیو قانون، نړۍوالو بشري حقونو د کنوانسیونونو او اصولو سره په جدي ټکر کې دي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې نیول‌شوي خبریالان له ځنډ او خنډ پرته خوشې کړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان چمتو دی چې له نړۍوالو سازمانو، په تېره بیا د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره په ګډه د دې موضوع د هراړخیزې څېړنې او د نیول‌شویو خبریالانو د حقونو د دفاع لپاره همکاري وکړي. موږ له نړۍوالې ټولنې نه غوښتنه کوو چې د افغانستان د رسنیو د وضعیت په اړه خپل غږ پورته کړي او د افغان خبریالانو د خوندیتوب او بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره نور د عمل ډګر ته راووځي.

رسنۍ د یوې دیموکراټیکې او پرمختللې ټولنې بنسټ دی او د هغوی خپلواکي د هرې ټولنې د پرمختګ او عدالت لپاره زښت ارزښت لري. موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو چې د خبریالانو پر وړاندې د ظلم او فشار سیاستونه پای ته ورسوي او د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د نړۍوالو اصولو درناوی وکړي. AMSO درنو خبریالانو او د رسنیو فعالانو ته ډاډ ورکوي چې د حقونو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره یې خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)