کله مو فعالیت پیل کړ؟

AJSO په رسمي توګه په افغانستان کې د جمهوري رژیم له نسکورېدو پوره یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په اګست کې پرانیستل شو. په دې حساس وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د خپلو فعالیتونو په پیلولو سره د بیان ازادۍ ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه. دغه ارزښتناک ګام د دموکراسۍ د پرمختګ د دوه لسیزو لاسته راوړنو، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ودې سره لا ډېر با ارزښته کېږي. د AJSO رامنځته کېدل د هغو ننګونو د ځوابولو لپاره د عملي حلونو لټون دی چې د رسنیو ټولنه په هېواد کې دننه او بهر ورسره مخ ده او د موجوده سیاسي منظرې د بدلولو په لټه کې دي.