موږ څه غواړو؟

د افغانستان خبريالانو د ملاتړ اداره (AJSO) د افغانستان په دننه او بهر کې د بيان زادۍ د ارزښتونو ساتنې او د خبریالانو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه خپل حضور اعلانوي. د دغه سازمان بنسټ ایښودونکي خبریالان، د رسنیو کارپوهان او د افغانستان د پوهنتونونو استادان دي چې د جمهوري نظام له سقوط پوره یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې یې یاد بنسټ را منځته کړی دی.