په پاکستان کې د افغان خبریال اسدالله سلطانی د نیول کېدو په وړاندې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلاميه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان خبر ترلاسه کړ، چې افغان خبریال ښاغلی اسدالله سلطانی په دې ورستیو کې پاکستاني پولیسو نیولی دی. سرچینو ویلي، چې ښاغلی سلطاني په حیدراباد کې پولیسو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ نیولی او لا تراوسه یې برخلیک څرګند نه دی.

سازمان، چې په ټوله نړۍ کې د افغان خبریالانو د حقونو د ساتنې و ملاتړ مسئولیت لري، په دې اړه جداً اندېښمن دی او په ټینګار سره د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې ژر تر ژره ښاغلی سلطاني خوشې کړي او په دې اړه دې د یوه قانونمنده حاکمیت په حیث مدني چلند وکړي.
سازمان په پاکستان او نړۍ کې د خبریالانو له حقونو د دفاع بنسټونو څخه په ټینګار غوښتنه کوي، چې د ښاغلي سلطاني د پرېښودلو او قضیې ته یې د رسیدګۍ په برخه کې هېڅراز هلېځلې ونه سپموي.
سازمان به د خپلو انفرادي او صنفي همکارو شخصیتونو او بنسټونو په مرسته دغه قضیه تر هغو څاري او تعقیبوي، چې د ښاغلي سلطاني برخلیک څرګند او بېرته خپلې کورنۍ ته ورستون شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان