د کارپوهانو د بلنې په برخه کې، پر رسنیو د نویو محدودیتونو د اعمال په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

پر افغانستان د طالبانو د ۱۶ میاشتنۍ واکمنۍ په اوږدوکې پر رسنیو د نویو بندیزونو او محدودیتونو فرمانونه یو په بل پسې راروان دي، چې د رسنیود کار او د بیان د ازادۍ اصل یې له جدي خنډ و ځنډ سره مخامخ کړی دی.
په یوه نوي ګام کې له کندهاره، د ویاندویانو او خبریالانو ترمنځ د هماهنګۍ په نامه ناستې له رسنیو غوښتي، چې هغه کارپوهان دې خبرو ته نه وربلي، چې ګواکې د طالبانو مشروعیت په رسمیت نه پېژني.
د نورو محدودیتونو په دوام، د طالبانو دا پرېکړه، خپلواکو رسنیو او د هغو خبریالانو فعالیت ته، چې غواړي د افغانستان د خلکو غږ پورته کړي، د خطر یو بل زنګ دی.
طالبانو په رسنیو کې د فیلمونو، سیریالونو خپرېدل بندکړل او په تېلېویزیونونوکې یې د څرګندېدونکیو مېرمنو پر مخ پردې وغوړولې، بیا یې ورته وویل، چې هغه مېرمنې هم باید مخونه پټ کړي، چې له تېلېویزیونونو سره له لرې مرکې کوي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، د بیان ازادۍ اصل ته د یوه ژمن بنسټ په توګه، ټولوهغو ملي او نړیوالو سازمانونو ته، چې د رسنیو او خبریالانو د حقونو اود بیان ازادۍ ملاتړ کوي، په ډاګه څرګندوی، چې دغه محدودیتونه او بندیزونه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ، د خپلواکو رسنیو او خبریالانو د فعالیت روستني امکانات هم له منځه وړي او داسې ښکاري، چې ژربه د بیان د ازادۍ ستونی د سانسور او محدودیت تر منګولو لاندې ومروړل شي. ځکه خو سازمان په کلکه له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو او فعالینو څخه غواړي، چې د دغو محدودیتونو او بندیزونو په وړاندې خپل غږ پورته کړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان