د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان-AJSO او د کاناډا د ژورنالیستانو د بیان د ازادۍ سازمان-CJFE- ترمنځ د انلاین ناسته ترسره شوه.

په کاناډا کې د مېشتو د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان یو شمېر غړو د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د کاناډا د خبریالانو د بیان د ازادۍ د سازمان (CJFE) له استازې مېرمن مایکل شیفرډ سره وکتل.

د AJSO اجراییوي مسووله فرشته “همتی” په افغانستان کې د کډوالۍ او په بند کې د خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو د بیانولو په ترڅ کې په کاناډا کې د خبریالانو د حقونو د دفاع او افغان خبریالانو د ادغام په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړې دغه راز په کاناډا کې د مېشتو افغان خبريالانو تر منځ د ناستې په هکله هم معلومات وړاندې کړ او په کاناډا کې يې د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان د دويمې څانګې د جوړېدو خبر ورکړ .

ورسته شیفرډ په کاناډا کې د افغان خبریالانو د ادغام لپاره د شویو وړاندیزونو د هرکلي په ترڅ کې د دغو دوو بنسټونو ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دغه هېواد کې به د افغان خبریالانو ترمنځ د مخامخ ناستې د ترسره کولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

په پای کې دوو نورو افغان خبریالانو شګوفه “دانش” او شګوفه “صدیقي” هم د افغان او کاناډايي خبریالانو ترمنځ د پراخو اړیکو پر برابرولو ټینګار وکړ.