په لوگر کې د «اتحاد» راډیو مسؤل فرهاد غفوري د نیول کېدو په تړاو د امسو غبرگون

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په ژورې اندېښنه سره خبر ترلاسه کړی چې په لوگر کې د «اتحاد» په نوم د یوې غږیزې رسنۍ مشر، ښاغلی فرهاد غفوري، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د حاکمې ډلې له خوا نیول شوی او دا مهال په بند کې دی. نه‌یوازې دا چې د نوموړي د نیول کېدو لپاره هېڅ ډول قانوني او روښانه دلیل نه‌دی وړاندې شوی، بلکې د یادې راډیو د فعالیت د بندېدو هڅې هم روانې دي.

د ښاغلي غفوري په نیول کېدو سره، اوس‌مهال د هېواد په زندانونو کې د بندي خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۶ ته ورسېد چې دا په هېواد کې د بیان ازادۍ او رسنیز فعالیت لپاره یو جدي گواښ او د اندېښنې وړ حالت دی.

له روښانه دلیل او قضايي حکم پرته د خبریالانو نیول، د نړۍوالو بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د «اتحاد» راډیو د تړلو هڅه ښيي چې په سیستماتیک ډول د خپلواکو غږونو د غلي کولو هڅې روانې دي. رسنۍ د ټولنې سترگې او غوږونه دي، نه د سیاسي فشارونو وسیله.

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ښاغلي غفوري د برخلیک په تړاو ناخبري، د هغه پر کورنۍ او د رسنیو پر ټولنې رواني فشار ډېر کړی دی.

سازمان یو وار بیا له اوسني حاکمیت نه جدي غوښتنه کوي چې فرهاد غفوري او نور ټول بندي خبریالان سملاسي او شرط او ځنډ پرته خوشې کړي. د رسنیو د فعالیتونو د مخنیوي او د راډیوگانو د تړلو لړۍ باید ژر تر ژره ودرول شي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان پر نړۍوالو بنسټونو، د ملگرو ملتونو پر مرستندویه ماموریت او د بیان ازادۍ پر ټولو مدافعانو غږ کوي چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د اعادې لپاره خپل غږ پورته کړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)