ښاغلی غفوري له دوه اوونیز بند وروسته داسې مهال خوشې شوی چې پنځه نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لا هم په زندان کې دي او د برخلیک په اړه یې هېڅراز معلومات نشته.
سازمان ته رارسېدلي معلومات ښيي چې د بند پرمهال له خبریالانو نه جبري اعترافونه اخیستل کېږي. امسو دا ډول اعترافونه په کلکه غندي او هغه له حقوقي او اخلاقي پلوه بېارزښته بولي.
په دې وروستیو کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه له حده ډېر شوي دي. هغوی په دوامدار ډول له رواني شکنجې، گواښونو او فزیکي بندیزونو سره مخامخ دي چې دې چارې د رسنیو په کاري فضا کې سخته وېره خپره کړې ده.
سازمان له اوسني حاکمیت نه غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې له هر ډول فشارونو، ځپونو، ناقانوني نیونو او جبري اعترافاتو اخیستلو نه لاس واخلي او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي. د خبریالانو د خوندیتوب تضمین د ټولو خواوو مسؤلیت دی.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان پر نړۍوالو بنسټونو او د بیان د ازادۍ پر ملاتړکوونکو غږ کوي چې د افغان خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپل فشارونه ډېر کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) ژمن دی چې په هر ډول سختو حالاتو او شرایطو کې د خپلو مسلکي همکارانو ترڅنگ ودرېږي او د حقغوښتنې غږ به یې تر نړۍوالو رسوي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)