‏ننگرهار کې له خبریالانو سره د طالبانو د ناوړه چلن او سپکاوي په تړاو د امسو غبرگون

 

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په ننگرهار کې د «نارنج‌گل» دودیزې مشاعرې په څنډه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو تن مسؤل له‌خوا له خبریالانو سره د ترسره شوي ناوړه چلن، سپکاوي او لفظي تېري په تړاو ژوره اندېښنه او تأسف څرگندوي.

‏سازمان ته د رارسېدلو معلوماتو پر بنسټ، په ننگرهار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنمونو برخې مسؤل، د مایکونو د تنظیم پر سر له خبریالانو سره ناسم چلن کړی او د سټېج له پاسه یې هغوی ته «سپکې سپورې» ویلي دي.

‏د رسنیو کارکوونکي د ټولنې سترگې او غوږونه دي. هغوی ته سپکاوی، په اصل کې د بیان ازادۍ او د ولس پوهاوي حق ته سپکاوی دی. موږ دغه غیر اخلاقي او غیر مسلکي چلن په کلکو ټکو غندو.

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د ټولو رسنیو د خبریالانو د هغه اقدام ننگه کوي چې د اعتراض په توگه یې له یادې مشاعرې سره بایکاټ وکړ او د خبري پوښښ له ورکولو یې ډډه وکړه. دا یو مدني او مسلکي غبرګون و.

‏سازمان له طالبانو جدي غوښتنه کوي چې د دوی مسؤل باید د خپلې سپکې ژبې او ناسم چلن له امله له ټولو خبریالانو بخښنه وغواړي.

‏په داسې حال کې چې د افغانستان رسنۍ تر سختو شرایطو لاندې کار کوي، د طالب چارواکو له خوا دا ډول فشارونه او بد چلن د رسنیو پ وړاندې فضا نوره هم تنگوي. سازمان د خبریالانو د ځاني او معنوي خوندیتوب د تضمین غوښتنه کوي.

‏د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا ټینگار کوي چې رسنۍ د نظامونو په خدمت کې نه، بلکې د حقیقت په خدمت کې دي. هېڅوک حق نه‌لري چې د خبریالانو انساني کرامت تر پښو لاندې کړي. موږ به دا موضوع تر هغې تعقیب کړو چې عاملان یې ځواب‌ویونکي شي.

‏په درنښت،
‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)