د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په ژورې اندېښنې سره د افغان خبریال محمداغا سیلاني د نیول کېدو پېښه غندي. هغه د پاکستاني پولیسو لهخوا د اسلاماباد په فیصل ټاون سیمه کې نیول شوی دی. دا کار د رسنیو ازادۍ او افغان کډوالو له حقونو ښکاره سرغړونه ده. موږ له شرط او ځنډ پرته د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوو.
د راپورونو لهمخې، ښاغلی سیلاني د اجباري ایستلو له خطر سره مخ دی او تر اوسه هېڅ یوې پاکستانۍ دولتي ادارې د نوموړي د نیول کېدو دلیل نهدی روښانه کړی. دا ډول چلند نه یوازې د بشري اصولو او د کډوالو د ملاتړ له نړۍوالو تړونونو سره په ټکر کې دی، بلکې په پاکستان د مېشتو افغان خبریالانو ژوند او ازادي یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو د اسلاماباد او راولپېنډۍ په ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو، کور په کور تلاشیو او جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده. ګڼ راپورونه هم خپاره شوي چې په کې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د خبریالانو، پر وړاندې د ناوړه چلند، پیسو غوښتنې او غیرقانوني کړنو یادونه شوې ده.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان:
۱. د محمداغا سیلاني نیول کېدل د بیان ازاړۍ او بشري حقونو څرګنده سرغړونه ګڼي؛
۲. د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې هغه سملاسي خوشې کړي او له تبعیضي چلند څخه ډډه وکړي؛
۳. له نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو غواړي چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو حالت وڅېړي او جدي اقدام وکړي؛
۴. له رسنیزو بنسټونو، د بیان ازادۍ له ملاتړکوونکو سازمانونو او د سیمې له مدني ټولنو غواړي چې د افغان خبریالانو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو وار بیا د رسنیو پر ملاتړ، جلاوطنه خبریالانو او هممسلکانو پر وړاندې له هر ډول فشار او ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې پر خپل اصولي دریځ ټینګار کوي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)