د تلې اوومه نېټه د دوشنبې مازدیګر و ،د ګړۍ ستنې پر ۳ او ۵ ولاړې وې، په خپله خونه کې ناسته ومه ما پر خپل هغه راپور مې کار کاوه چې تر ماښامه باید بشپر او د پروژي همغږي کوونکي ته استول شوی وای، اړتیا وه چې له انټرنیټ څخه یو څه معلومات ترلاسه کړم او خپل کمپیوتر مې ولګاوه، د فایلونو پر ډانلوډولو لګیا ومه چې یو دم انټرنېټ بند شو.
ټلیفون مې را واخیست ومې لیدل چې د سکرین پورته ښي خوا کې یې 4G او په کیڼ اړخ کې یې روشن لیکلی و. ما فکر کاوه چې دا زما د ټلیفون تخنیکي ستونزه ده، هغه مې څو ځله بند او چالان کړ، خو د ټلیفون ډیټا بېرته رانغله…
ما لومړی فکر وکړ چې د بلخ انټرنیټ یې هم لکه د هرات په څېر، د شپې له خوت پرې کړی او بیا د ورځې په اوږدو کې به بېرته فعال شي. د څو ثانیو لپاره مې ځان ته په همدې ټکو ډاډ ورکړ. ټلیفون مې بیرته را واخیست او په نمبر مې څو ځله پلار ته زنګ وکړ ځکه شېبه مخکې مې مور او پلار د کابل پر لور روان شوي وو، زما ورته اندېښنه وه، خو هېڅ اړیکه نه ټینګېده، مجبوره شوم د کور له اېم ټي ان (اتوما) نمبره پلار ته زنګ وکړم، خو له ۶:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو ایله بریالۍ شوم چې د پلار غږ واورم. هغه د ټلیفون له پورته کولو سره راته وویل: «موږ د بلخ له دروازې ووتلو او د کابل په لور روان یو. ښايي سیم کارټونه بند شي ،ځکه د موټر دننه خلک وايي د اتصالاتو او روشن سیم کارټ نور کار نه کوي.» دا زما له پلار سره وروستۍ ټلیفوني خبرې وې.
زه مې د پلار او مور لپاره اندېښمنه ومه، نو په سبا یې په شخصي توګه د «حصارک پنجشېر» د مسافر وړونکي ترانسپورټي شرکت ته لاړم، هغوی خپل ټکټونه د کابل لپاره له همدې شرکت څخه کړي وو، د شرکت د معلوماتو څانګې ډاډ را کړ چې زمونږ ټول مسافر وړونکی بسونه پرته له کومې ستونزې خپل منزل ته رسیدلي دي.
د سې شنبې په ورځ، زه له ټلوېزیون څخه نه شوای خوځېدلی. یو بد احساس مې لرلو؛ کټ مټ داسې احساس چې د کابل او مزار د سقوط او طالبانو ته د سپارلو په ورځ مې لرلو.
بې برخلیکه وه او ساه مو بنده وه، د بې وسۍ حس مې ټول وجود را ویده کړی و، نه ژړا راتله نه هم خندا لکه هېڅ حس چې نه لرم. کمپیوټر مې له تیرې شپې راهیسې پر میز روښانه او د ورډ پاڼه پکې پرانیستی پاتې وه، سره له دې چې یو څه هیلهمنده وم، خو راپور نیمګړی پاتې و او هیڅ لاس مې لیکلوته ته بېرته کېده. د راپور په څېر مې ډیر نور کارونه هم نیمګړي پاتي وو، خو وجود مې یې د ترسره کولو وس نه درلود، نه توانیدم چې چیرې لاړه شم یا کوم کار ته ودانګم.
ټول کارمې دا وه چې ټلوېزیون ووینم سیاسي بحثونه او خبرونه تعقیب کړم تر څو پوه شم څه شوي او څه کېږي، خو داسې هېڅ خبر مې نه اورېده چې د انټرنېټ د بیرته فعالیدو تمه راکړي.
فکر مې کاوه نور خلاص شو هر څه پای وموند او زمونږ ژوند افغانستان کې کنګل شو او بله هیڅ لاره مونږ ته پاتې نه ده. د انټرنېټ له پرې کېدو سره زما برخلیک یو دم تیاره شو ځکه زما زدهکړې، کار او ټول فعالیتونه په انلاین ډول وو.
د میاشتې وروستۍ شپې وې او د معاش اخیستلو ورځې مې وې، دفتر به هر وخت معاش د حوالې له لارې رالېږه، خو د انټرنېټ له بندېدو سره مې له خپلو همکارانو او له هېواده بهر ټولې اړیکې پرې شوې وې. بې پیسو او په پوره ناخبرۍ کې پاتې ومه، زیار مې ایسته چې ځان بوخت کړم خو هیڅ مې دغه بد حس او حالت نه شوی را ښه کولای. په خوله مې څه نه ویل خو په زړه او ذهن کې مې را ګرځیدل چې ولې ځان بوخت کړم؟ ولې زغم ولرم؟ هیڅ څه بدلون نه کوي نه به انټرنیټ جوړ شي نه به هم طالب زمونږ د احساس په ژبه پوه شي، نه زمونږ په درد او نه هم زمونږ برخلیک ورته مهم ده. زما د ټولو پوښتنو ځواب منفي و، چې له ما یې پاتې هیلې هم اخیستې.
په دغه ۴۸ ساعتونو کې مې د ټلیفون ډیټا هیڅ بنده نه کړه یو ډول هیله مې لرله چې بیرته به انټرنېټ فعاليږي، د ذهن یوې برخې به تمه را وبښله چې دا امکان نه لري یو ولس دې داسې بې برخلیکه پاتې شي.
د انټرنیټ له بندیدو ۲۰ ساعته وتلي وو، اراده مې وکړه ذهن له منفي سوچونو پاک کړم. خپلې یوې ملګرې ته ورغلم چې مونږ ته نږدي اوسیدله او له زنګ او پیغام پرته مې کولای شوی ورته لاسرسی ولرم ، له هغې سره تر ښاره لاړم د کوم ځانګړي څه د اخیستلو نیت مې نه لاره یواځې مې غوښتل پام غلط کړم. ښار کې ۴۰ دقیقې وروسته له ګرځیدا را ګرځیدا هټیوالو، خلکو او آن مزدور کارانو له هرې خوا یو بل ته غږ کړه چې د «روشن مخابراتی شبکې انټرنېټ فعاله شو.»
«هله چې نېټ کار وکړ» «خورې ته روشن نېټ لرې؟»
باور مې نه کېده، د سینګار توکو پلورنځي تر څنګ ولاړه وم او لبسیرین مې لیده. خپل دستکول نه مې موبایل را واخیست زما سیمکارټ هم روشن و او ما هم د روشن نېټ کاراوه، ډیټا هم بنده نه وه خو په ۴۸ ساعتونو کې ماته لېږل شوي پیغامونه مې یو هم نه وو تر لاسه کړي. دوکاندار ته مې مخ واړوه او ورته مې وویل چې انټرېټ نه دی فعاله شوی دا خبره دروغ ده. هغه راته وویل: «یو ځل بیا یې چک کړه لږ مخکې د چا ټلیفوني اړیکه بریالۍ شوه.»
خپل موبایل مې ګل او بېرته ولګاوه، ريښتل و جوړ شوی و. خپلې ملګرې ته مې په لوړ غږ وویل؛ ریښتیا ده. زما انټرنېټ بیرته فعاله شوی دی. او خدایه شکر!
د نېټ له فعالیدو سره سم لومړنی کار چې ما باید کړی وای له مور او پلار سره ټلیفوني اړیکه وه. په وار وار مې زنګونه وکړل خو له بده مرغه زنګ نه تېرېدل او کابو نیم ساعت مې همداسې کوښښ کاوه.
سودا اخیستل مې پرېښوده او موټر مې ونیوه تر څو، ژر تر ژره کور ته لاړ شو. په موټر کې مې یو زنګ په بریالیتوب سره تیر شو او وتوانیدم له خپل پلار سره اړیکه ونیسم او له حال او احوال یې خبر شم هغه ویل مونږ ښه یو او په خېر کابل ته رسیدلي یو. نه پوهېږم د هغې شېبې خوښي څنګه بیان کړم. هر څه چې وه تېر شو او د دویم ځل لپاره مې یو رواني ټکان ولید.
د یو ملت د تیاره برخلیک انځور ډیر ډارونکی و. د افغانستان په نوم خاوره کې د میلیونونو انسانانو پر برخلیک دغه لوبه ډیره ساده او اسانه تر هغه څه وه چې مونږ یې په هکله سوچ کاوه. مونږ د افغانستان د ځوان نسل په توکه د جګړې، بېعدالتۍ، او ډول ډول تاوتریخوالو ډیرې تجربې لرلې، خو داسې مو نه وه انګیرلې چې د یو مالوم کس له خوا دې په یو امر داسې له نړۍ لېرې شو. یو کس دې وکولای شي د څو دېرش میلیونه وګړو لپاره تصمیم ونیسي او نړۍ دې یواځې ننداره وکړي، یا دې یوازې پر اعلامیو بسنه وکړي.