د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو لهخوا د شمشاد راډیو او ټلوېزیون د نشراتو بندېدو پرېکړه په کلکه غندي.
سرچینو ځینو جلاوطنه رسنیو ته راپور ورکړی چې طالبانو د یادې رسنۍ نشرات بند کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغې ډلې تبلیغاتي ټیم د شمشاد راډیو او ټلوېزیون مسؤلانو سره اړیکه نیولې او سپارښتنه یې ورته کړې چې دا پرېکړه د کندهار لهخوا صادره شوې ده. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا تر اوسه د دې موضوع په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو دا اقدام یو ځل بیا ښیي چې د افغانستان دوی د بیان ازادۍ، خپلواکو رسنیو او د خلکو غږ هېڅ زغم نهلري. طالبانو د تېرو څلور کلونو په ترڅ کې د پراخو محدودیتونو په لګولو، د رسنیو په تړلو او د خبریالانو په نیولو او ګواښلو سره د هېواد رسنیزه فضا خورا محدوده کړې ده.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان دا اقدام د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ولس د لاسرسي له حق څخه ښکاره سرغړونه بولي او د بېپولې خبریالانو سازمان، یونسکو، د خبریالانو نړۍوال فدراسیون او د رسنیو ازادۍ له ملاتړکوونکو نړۍوالو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو د دغه ځپونکي چلند پر وړاندې قوي غبرګون وښيي.
موږ پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو چې پر طالبانو د هدفمندو فشارونو په پلي کولو سره د رسنیو د ازادۍ د دوامداره ځپلو او په افغانستان کې د ولس د غږ د چوپ کېدو مخنیوی وکړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)