د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي په «انتالیا بهیر» کې د خپلې وینا پرمهال ټینګار کړی چې د رسنیو ازادۍ په تړاو د طالبانو ادعاوې له اوسني واقعیت سره سمون نهلري. د عبیدي په وینا، په افغانستان کې رسنۍ له «ځپونکي سانسور او پراخو محدودیتونو» سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې دمګړۍ په هېواد کې انتقادي رسنۍ فعالیت نهلري او خبریالان د طالبانو د امربالمعروف او د دغې ډلې د استخباراتو تر شدید فشار لاندې دي.
هغه همداراز وايي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې څو خبریالان نیولي، له تاوتریخوالي سره مخ او دې ته کړي چې د دغې ډلې په اړه هېڅ ونهلیکي. عبیدي وویل: «د طالبانو ټاکلشویو سرو کرښو د ازادې خبریالۍ فعالیتونه عملاً ناشوني کړي او رسنۍ یې اړ کړې چې یوازې د دغې ډلې روایتونه خپاره کړي.»
نوموړپ په هېواد کې د خبریالۍ پر مسلک اغېزو ته په اشارې ټینګار کړی چې ګڼ شمېر مسلکي خبریالان اړ شوي چې د رسنیو له کاره لاس واخلي او نورو کسبونو ته مخه کړي. نوموړي وویل: «موږ هره ورځ د رسنیو د تړل کېدو شاهدان یو.»
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي د یوټیوبرانو په کارونې او د ویډیوګانو په جوړونې سره نړۍ ته په هېواد کې روان ناوړه وضعیت عادي وښيي.
په ترکیه کې د «انتالیا بهیر» تر سرلیک لاندې د افغانستان مدني ټولنو ترمنځ یوه غونډه جوړه شوه چې ګډونوالو یې د طالبانو د نږدې څلور کلنې واکمنۍ او راتلونکي په اړه ارزونه کړې ده.