د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او د لیپزګ پوهنتون ګډه څېړنه په هامبورګ کې د جلاوطنۍ ژورنالېرم په سمپوزیم (Kürber Stiftung) کې وړاندې شوه.
دا څېړنه د «جلاوطنۍ په ژورنالېزم کې د معلوماتو راټولول؛ په ۲۰۲۱ کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان خبریالانو وضعیت» تر سرلیک لاندې، د AJSO د رهبرۍ غړو ډاکټر حضرت بهار او حامد عبیدي لهخوا وړاندې شوې ده.
دا څېړنه چې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان او د لیپزګ پوهنتون ترمنځ ګډه هڅه ده، په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان څنګه معلومات راټولوي او هغه ننګونې چې دوی ورسره مخ دي ارزوي.
د دې څېړنې لومړنۍ موندنې ښيي چې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو کار له ډېرو مسلکي او تخنیکي ننګونو سره مخ دی، خو دوی په ژمنتیا او هڅونې سره کار ته دوام ورکوي ترڅو افغان ولس او نړۍواله ټولنه د هېواد دننه واقعیتونو نه خبر کړي.