د ملي راډیو ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو د ګوښه‌کېدو په غبرګون کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د ملي راډیو ټلوېزیون تر ۳۰۰ ډېرو کارکوونکو چې په‌کې تر ۹۰ ډېرې ښځینه خبریالانې او ګڼ شمېر تجربه‌لرونکي او تخنیکي کارکوونکي شامل دي، اندېښنه څرګندوي. دا اقدام چې د هېواد د اوسنیو واکمنو له لوري ترسره شوی، د رسنیو د ازادۍ ځپلو او له ټولنیزو ډګرونو، په ځانګړي ډول له رسنیو نه د مېرمنو د سېستماتیک له‌منځه وړلو پر لور یو بل ګام بلل کېږي.

د هغو کسانو په منځ کې چې له دندې ګوښه شوي، داسې خبریالان هم شته چې د کلونو مسلکي تجربه‌لرونکي دي او د ملي رسنیو په وده او دوام کې یې مهم رول لوبولی دی. دا چلند نه یوازې د دې کسانو تجربې او هڅو ته څرګنده بې‌احترامي ده، بلکې د هېواد د رسنیز جوړښت او د افغانستان د ازادې اطلاع‌رسونې راتلونکي ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.

موږ دا اقدام د ښځو د کار او ټولنیز ژوند له ډګر نه د سېستماتیک ګوښه‌کېدو تګلارې یوه برخه بولو؛ داسې تګلاره چې له دې وړاندې هم د پوهنې، لوړو زده‌کړو، کرنې او نورو دولتي ادارو په چوکاټ کې عملي شوې ده. د طالبانو د مشرتابه پرېکړه چې غواړي د دولتي ادارو کارکوونکي ۲۰ سلنه راکم کړي، پرته له دې چې د دې کار انساني، ټولنیزې او اقتصادي پایلې په پام کې ونیسي، د هېواد کړکېچ لا ژوروي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د رسنیو د ازادۍ له ملاتړکوونکو غواړي چې د سیاسي او ډېپلوماتیکو فشارونو له لارو چارو اقدامات وکړي تر څو مسوولان دې ته اړ کړي چې دا خپل‌سري او غېرمنصفانه ګوښه‌کېدل، په ځانګړي ډول د ښځو او خبریالانو پر وړاندې پای ته ورسوي.

سازمان د ټولو هغو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ترڅنګ ولاړ دی چې د دې غېرعادلانه پریکړې قرباني شوي او د ملاتړ، مستندولو او نړۍ ته د هغوی د غږ رسونې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)