
د بیان ازادي زموږ د ټولنې بنسټیز ارزښت دی او ورته متوجه شوی هر ډول ګواښ د ټولنې راتلونکی له ناوړه پایلو سره مخ کوي.
په تېرې یوې اوونۍ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته یو وار بیا جدي ګواښ متوجه شوی دی. د وروستیو راپورونو پر بنسټ، په غزني او تخار ولایتونو د طالبانو استخباراتو لهخوا لږترلږه څلور خبریالان نیول شوي دي.
په غزني ولایت کې خبریال، ممثل او د ټولنیزو رسنیو فعال سلیمان راحل له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په زندان کې دی. د هغه نږدې ملګري وايي چې د نیولکېدو او برخلیک په تړاو یې هېڅ راز معلومات نهلري. همداراز، په تخار ولایت کې درې نور خبریالان هر یو سېدمنیر هدف، اسدالله تیمور او نصرتالله ابراهیمي هم نیول شوي دي. سازمان ته رارسېدلي معلومات څرګندوي چې طالب استخباراتو له یادو خبریالانو سره ډېر ناوړه چلند کړی او ان شکنجه کړي یې دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د طالب استخباراتو لهخوا دا ډول نیونې د بیان ازادۍ او رسنیز فعالیت ته ښکاره ګواښ بولي. دا ډول کړنې نه یوازې د خبریالانو فزیکي او رواني امنیت له ګواښ سره مخ کوي؛ بلکې د ټولنې چوپولو، وېرولو او د رښتینې اطلاعاتو د خپراوي د مخنیوي هڅه ده. د اوسنیو حاکمانو د استخباراتو دا ډول چلندونه د خبریالانو پر ازاد فعالیت ډېرې اغېز کوي او نه یوازې د خبریالانو لپاره کاري فضا تنګوي؛ بلکې ټولنه هم تر ناوړه اغېزو لاندې راولي.
مونږ د خبریالانو د ملاتړ سازمان په توګه له مسوولو خواوو غوښتنه کوو چې دا نیول شوي خبریالان ژر تر ژره او له کوم ځنډ پرته ازاد کړي. همداراز له نړۍوالو رسنیزو او بشري حقونو مدافع بنسټونو څخه غواړو چې د افغان خبریالانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د خوندیتوب لپاره نور خپله چوپتیا ماتې کړي.
«چوپتیا د ظلم دوام دی-راځئ چې د بیان ازادي او حقیقتویل غوره کړو»
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)