د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان غبرګون

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په غزني کې د طالبانو ځايي محکمې له‌خوا د خوشحال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل د درې میاشتنۍ بند سزا په کلکه غندي. سازمان د راحل نیول کېدل او همداراز د ټولنیزو رسنیو کې د هغه پر انتقادي او اصلاحي مطالبو لګېدلي تورونه ناقانونه او د بیان ازادۍ خلاف ګام بولي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر دې باور دی چې د خبریالۍ سپېڅلی مسلک د هر هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او د ولس د حقونو د ساتنې لپاره ارزښتمن او مهم رول لري. د دا ډول اقداماتو، لکه د سلیمان راحل نیول د بیان ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی او همداراز د ټولو افغان خبریالانو لپاره یوه بله ټکان‌ورکونکې مسئله ده.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له ټولو نړۍوالو سازمانونو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بیان ازادۍ له ملاتړکوونکو نه غواړي چې په جدي توګه د راحل د ازادۍ لپاره غوښتنه او د هغه د حقونو کلکه دفاع وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د افغان خبریالانو د حقونو ملاتړ ته ژمن دی او له ټولو سره یو ځای د بیان ازادۍ، بشري حقونو او د رسنیو خپلواکۍ په برخه کې مبارزه کوي. AJSO باور لري چې د خبریالانو ازاد فعالیت د یوه سوله‌ییز او پرمختللي افغانستان لپاره بنسټیزه اړتیا ده.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)