په دايکندي کې د نسيم راډيو مسوول مدیر سلطان‌علي جوادي له شپږمياشتني بند وروسته نن ازاد شو!

 

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د ښاغلي جوادي پر ازادۍ د خوښۍ ترڅنګ یو ځل بیا ټینګار کوي چې اوسنی حاکمیت باید په خپل‌سري ډول خبریالان ونه نیسي او د ټولو هغو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو چې د اوسنیو حاکمانو په بندخونو کې دي، د سملاسي او له ځنډ او شرط پرته د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

که څه هم د اوسني حاکمیت محکمې نوموړی پر یو کال بند محکوم کړی و، خو د کوچني اختر په مناسبت خوشې شوی دی.

سازمان په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې د خبریالانو ناقانونه نیول د رسنیو اصولو خلاف او د رسنیو شکایتونو ته د رسېدو له کمیسیون سره په ټکر کې دی. د طالبانو دا کړنه زمونږ او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو لپاره د منلو وړ نه ده.

پر دې سربېره له اوسني حاکمیت څخه جداً غوښتنه لرو چې نور د اطلاعاتو د خپراوي ازادي محدوده نه کړي او د ټولو بندي خبریالانو پر ازادۍ ټینګار کوو!

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د بیان او رسنیو د ازادۍ په ډګر کې د خپلو هم‌مسکلانو د مشروع حقونو دفاع کوي او د بشپړې خوندي او له سانسوره پاکې فضا ته د رسېدو په لپاره خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي.

په ډېر درناوي او مینه؛
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان