افغان خبریالان په پاکستان کې ډېر ناوړه امنیتي وضعیت کې دي!

 

د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د ازادۍ راډیو خبریال او د کهکشان او دنیا راډیوګانو پر رئیس احمد هنایش تېره شپه ناپېژانده کسانو برید کړی دی.

ناپېژانده کسانو پر هغه ډزې کړي او د پېښې له سیمې تښتېدلي دي. د ښاغلي هنایش خپلوانو د هغه روغتیايي وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي چې نن یې جراحي عملیات ترسره کېږي.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان دا پېښه په کلکه غندي او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې مسوولانه ګام پورته کړي، د پېښې عاملان وپېژني او قضايي ارګان ته یې وسپاري.

همداراز په پاکستان او نړۍ کې د خبريالانو د حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کېږي چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د دا ډول بزدلانه بريدونو رېښې ومومي او د راتلونکي لپاره یې مخنیوی وکړي.

سازمان، د دې پېښې د غندنې سربېره د خبریالانو له ملاتړ نړۍوالو بنسټونو غواړي چې له درېیمو هېوادونو څخه خوندي هېوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږد په برخه کې تر هرڅه ډېره هڅه او همکاري وکړي.

موږ له اړوندو بنسټونو سره په اړیکه کې د ښاغلي هنایش وضعیت څارو او د دغې بزدلانه پېښې د عاملانو په پېژندلو کې هڅه کوو.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان پر یو افغان خبریال وسله‌وال برید کېږي؛ بلکې تر دې دمخه هم ورته پېښو کې نور افغان خبریالان هم متضرره شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان