د ارواښاد عبدالحمید مبارز د مړینې له کبله د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د خواشینۍ پیغام

خواشیني یو، چې د افغانستان د یوه پیاوړی ژورنالیست، مورخ، لیکوال او ملي شخصیت ارواښاد عبدالحمید مبارز د مړینې خبر اورو.

ارواښاد مبارز د ژورنالیزم مسلکي اصولو او ملي ارزښتونو ته ژمن مجرب رسنوال او د افغانستان د ژورنالیزم د تاریخچې یو متخصص څېړونکی و.

هغه د بیان او رسنیو په ازادي ټینګ باور درلود او د دغو حقونو د احقاق لپاره یې نه ستړېدونکې مبارزه کړې ده.

ارواښاد په لیکوالۍ او تاریخي څېړنو کې ځانګړې لار لرله او د خپلو تجربو ګڼ نښتېزونه یې راتلونکیو نسلونو ته پرېښودل.

سازمان د ارواښاد مبارز کورنۍ او په لوی سر کې د رسنیو لویې کورنۍ ته تسلیت وايي او په راتلونکي کې به یې ارزښمن معنوي میراث وپالي.

اروا یې ښاد، یاد یې ژوندی!