په خواشینۍ، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو لپاره دا ورځې د بشري ناورین تر بریده لویه غمیزه ورپېښه ده. د پاکستان پوځ او سرپرستې واکمنۍ له هر راز معقولیت پرته افغان کډوال پر سره تبۍ درولي، چې ژر ترژره له پاکستانه ووځي، تر دې ورپورته بدمرغي دا ده، چې هېڅ افغان ته د خپلو مشروع پانګو، وسایلو او امکاناتو د لېږد اجازه هم نه ورکول کیږي. د بشریت په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو رسمي دولت د کډوالو تر ځورونې ورهاخوا د هغوی لوټ تالان ته لاس اچولی دی.
په دې اړه له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ته هره شېبه ډېر خواشینونکي او بوږنوونکي خبرونه رارسیږي. په تېره بیا چې وینو هغه برخه افغانان، چې په روستیو دوو کلونو کې د نویو سیاسي شرایطو له امله پاکستان ته تللي، تر نورو زیات تر فشار لاندې دي، چې باید ووځي. دغه افغانان تر اوسنۍ واکمنۍ لاندې خپل ژوند ته څرګند ګواښ احساسوي، که له پاکستان وشړل شي، دا د دوی د عاموژنې یا جینوسایډ په مانا ده. په دوی کې سیاستوال، مدني فعالان، ښځې، د بشري حقونو فعالان او شاوخوا دوه سوه کورنۍ خبریالان شامل دي.
موږ ټولو افغانانو ته دغه ورپېښ ناورین خواشیني کړي یو، او له نړۍ څخه جدي غوښتنه کوو، چې د نړیوالو هوکړو، کنوانسیونونو او بشري ارزښتونو په رڼا کې د پاکستان د دغه نامعقول اقدام مخه ونیسي. سازمان د یوه صنفي – تخصصي بنسټ په توګه، په تېره بیا، هغو خبریالانو ته ډېر اندېښمن دی، چې له خپلو کورنیو سره یوازې د ژوندي پاتېدا لپاره پاکستان ته کډه شوي دي.
په دې اړه ټولو نړیوالو سازمانونو، اړوندو صنفي بنسټونو او د بیان ازادۍ فعالینو ته په ټينګار سپارښتنه کوو، چې د دغه شمېر خبریالانو جدي ستونزو ته بېړنی پام وکړي او اجازه ورنه کړي چې د بیان د ازادۍ دغه قربانیان تر دې ډېر وکړول شي.
سازمان د دې ترڅنګ، چې روان حالات له نږدې څاري، له خپلو ټولو امکاناتوکار واخلي، چې د خپلو دغو همکارانو د ژوندژغورنې لپاره غږ پورته کړي او هره هغه دروازه وټکوي، چې په دې اړه د رغنده اقداماتو مسئولیت لري.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان