په خوښۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې افغان- فرانسوي خبریال، ښاغلی مرتضی بهبودي، د طالبانو له زندان څخه راخوشې شو. که څه هم د خبریالانو نیول او زنداني کول په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان یوه لویه غمیزه ده، چې په دغه هېواد کې یې د بیان خپلواکي او د رسنیو رسالت تر پښو لاندې کړی، خو په داسې کړکېچنو شېبو کې د یوه خبریال راخوشېکېدل یو ښه خبر ګڼلای شو او هرکلی یې کوو.
د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو، شخصیتونو او بنسټونو د هلوځلو هرکلی او مننه کوو، چې د دغه خبریال د راپرېښودو لپاره یې ترسره کړې دي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان له دې هڅو دوه پایلې ترلاسه کوي؛ لومړۍ دا، چې: که ټول ملي او نړیوال صنفي جوړښتونه د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره سره لاس یو کړي اوس هم د دغه زیانمنونکي او تر ګواښ لاندې مدني – ټولنیز پوړ د ژغورنې لپاره لا هڅې موخې ته رسېدلای شي.
دویمه دا چې: دغه پېښه او ګډې هڅې دا څرګندوي، چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د ژغورنې، ملاتړ او یووالي و پرمختګ لپاره په جلاوطنۍ کې افغان صنفي – تخصصي جوړښتونو ته کلکه اړتیا شته، چې له خپلو نړیوالو همکارو بنسټونو سره یوځای د هر هغه افغان رسنوال ستونزو ته ځان ورسولای شي، چې په هېواد کې دننه، سیمه او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ورسره مخامخ دي.
موږ ښايي له دغې بریالۍ تجربې څخه په ګټنه ټولو هغو نورو افغان ژورنالیستانو ته هم د ازادۍ درشلونه پرانیزو، چې په نه ګناه لاتراوسه د اختناق، استبداد او تشدد د تورو تنبو شاته ورځې شپې سبا کوي.
موږ د افغان رسنوالو د لویې کورنۍ غړي ښاغلي مرتضی بهبودي ته هرکلی وایو. ده، کورنۍ او دوستانو سره یې په دغې خوښۍ کې ځان شریک ګڼو او هیله ده، چې ډېر ژر به خپل مسلکي کار ته بېرته راوګرځي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د خپلو ټولو همکارانو وضعیت له نږدې څاري او له هغوی سره د هراړخیزې ملګرتیا په هڅه کې ژمن او ټینګ ولاړ دی.
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان