افغان – فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، چې تر څه مودې وړاندې د طالبانو په زندان کې و او په دې روستیو کې راخوشې شو، د مکسیکو له خبریالې مارسلا توراتي سره هممهال د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې دغه جایزه ترلاسه کړه.
دغو دوو خبریالانو ته دا جایزه خبریالانوته د ګواښونو د راکمولو په موخه د خبریالانو په وړاندې د جنایت له جزا څخه د خوندیتوب د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ورکړل شوه.
په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت، رسنیو ته ګواښونه او د خبریالانو وژنې خورا خواشینونکې بلل کیږي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دغو دوو خبریالانو ته مبارکي وايي او دې پېښې ته په پام د خبریالانو له حقونو د دفاع له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د خبریالانو د وژنې، شکنجې او نیول کېدو په اړه پلټنې وکړي او د هغوی د وژنې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.
موږ باور لرو چې که د نیاو او عدالت په پار پوښتنه ګروېږنه نه وي، د بیان ازادي پلې کېدلای نه شي. د خبریالانو ساتنه او خوندیتوب د بشري حقونو د ټولو سازمانونو او د خبریالانو د مدافعینو دنده او مسئولیت دی، په دې برخه کې باید هیڅ ډول تبعیض ونه شي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان