د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان AJSO د جرمني د بې پولې خبریالانو له سازمان RSF د افغان خبریالانو د ایستلو په اړه ناسته او خبرې اترې وکړې

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان AJSO ځینو غړیو د جرمني د بې پولې خبریالانو د ټولنې RSF د همغږې کونکې استیفن هابر سره د افغان خبریالانو د ایستلو په برخه کې خبرې او سلا مشورې وکړې.

 د  RSF د افغانستان د برخې همغږې کونکې میرمن هابر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان خبریالانو ایستنه به د هغه هېواد له خوا څخه څه مهال پیل شي وویل: “د افغان ۰خبریالانو د ایستلو د نوي بهیر له اعلان څخه وروسته چې د جرمني له خوا اعلان شو له پنځلس زرو څخه زیات غوښتنلیکونه یوازې د جرمني  RSF ته رسیدلي چې له شک پرته ډیری یې خبریالان نه دي .”

د دغه سازمان په باور، د دغو غوښتنلیکونو زیاتوالی د دې لامل شو چې دغه بهیر ټکنی او ځنډنی شي.

هغې زیاته کړه چې ټول غوښتنلیکونه په غور سره ارزول کیږي چې له امله یې زیانمنیدونکي خبریالان له پیژندنې وروسته وایستل شي.

هغې دا رنګه زیاته کړه چې  RSF  په جرمني کې د هغو خبریالانو ارزونه کوي چې په افغانستان کې بند پاتې دي او هغه افغان خبریالان چې په دریمګړو هیوادونو کې اوسیږي د هغوی د ایستلو بهیر د فرانسې ه RSF ته سپارل شویدی.

نوموړې له افغان خبریالانو وغوښتل چې تل دې د RSF  ویب پاڼه وګوري او یا دې په دوامداره توګه له AJSO  سازمان سره په اړیکه کې اوسي تر څو د ایستلو له بهیره خبر واوسي.

اقتصادي ناوړه ستونزې، امنیتي ګواښونه، د ویزو تمدید او رواني فشارونه د افغان خبریالانو لپاره که هغه د ننه په افغانستان کې دي او یا په دریمګړو هېوادونو کې اوسیږي هغه نورې عمده موضوعګانې وې چې AJSO د ټولنې له خوا یادې شوې.

د RSF  ټولنې ژمنه وکړه چې د بیړنیو مرستو له پاره د غوښتنلیکونو فورمې به یو ځلې بیا د دغه بنسټ په ویب پاڼه کې کیښودل شي تر څو افغان خبریالان له هغو په ګټې اخیستنې سره د تاییدۍ نه وروسته برخمن شي.