د دغو خبرو په بهیر کې د ډیټابیس پرجوړولو، د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو پرثبت، په جلاوطنۍ کې د خبریالانو لپاره د انلاین او مخامخ روزنیزو پروګرامونو پر پیل او په افغانستان او درېیمو هیوادونو کې د پاتې خبریالانو د راایستلو پر لارو چارو خبرې وشوې، چې د AJSO لخوا د دې غونډې په پیل کې مطرح شول.
مېرمن ګېنزبرګ په اوسنيو حالاتو کې د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت پر اهميت د ټينګار ترڅنګ، د CPJ وېبپاڼې له لارې د دې ډول پېښو د راپور او لنډو مستندو په بڼه د خپرېدو ډاډ ورکړ.
د افغان خبریالانو د ملاتړو تر سرلیک لاندې د ګڼو بنسټونو د یووالي اړتیا یوه له هغو مسایلو څخه وه، چې په دې غونډه کې پرې خبرې وشوې .