په پاکستان کې د کډوالو افغان خبریالانو او رسنوالو د ناقانونه نیونې په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د اندېښنې مراتب

د خبرونو له مخې له خبریالانو څخه د هغوی تیلیفونونه، کمپیوټرونه، کامرې او نور ټول الکترونیک او شخصي وسایل ضبط شوي دي. خبریالانو ویلي چې په دغو نیول شويو افغانانو کې هغه کسان شامل دي، چې پاسپورت او ویزې لري او په دغه هېواد کې یې هستوګنه قانوني ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونو دغه ناقانونه او خشن اقدام د نړۍ د ټولو اصولو او هوکړو پر خلاف دی او هر راز د مهاجرت انساندوستانه هوکړه لیکونه، معاهدې او تړونونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، له پاکستان مېشتو خبریالانو او په نړۍ کې له خپلو ټولو همکارو بنسټونو سره هره شېبه په تماس کې دی، چې هرڅومره ژر دغه ربړه هواره شي. د کډوالو خبریالانو امنیت د نړیوالو اصولو له مخې هرځای خوندي دی، موږ به پر همدغه بنسټ یوه شېبه غلي پاتې نه شو او د خپلو صنفي همکارانو د ژوند، حقونو او خوندیتوب پوښتنه به خامخا کوو.

د پاکستان له حکومت، مدني ټولنې، خبریالانو او رسنیزو بنسټونو څخه په جدیت غوښتنه کوو، چې ټول پر خپل خپل ځای د افغان خبریالانو او په مجموع کې افغان مُلکي کډوالو د ازادۍ، خوندیتوب او انساني حقونو د ساتنې له اصل سره سم د دغو خبریالانو د خوشې کېدو او کورته ستنولو په چارو کې اقدام وکړي.

له نړیوالو سازمانونو؛ ملګرو ملتونو، UNHCR او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو څخه په جدیت غواړو، چې موضوع ته جدي پام وکړي.

د ازادۍ او خپلواکو رسنیو د ملاتړ لپاره د یووالي په ارده!

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان