د زدکړو لپاره مبارزه: د افغان ښځینه رسنوالو لیدلوري

 

پتېلې ده چې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) به د مې میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د افغانستان د ښځو لپاره د کاناډایي سازمان (CW4WAfghan) او د آزادۍ ایتلاف بنسټ Liberty Coalition د یوه ګډ وېبنار کوربه وي.

په دې سیمینار کې به بحثونه او علمي دیسکورس پر دې راڅرخي، چې د افغان نجونو د بنسټي حقونو د تر پښو لاندې کېدو مخه څنګه ونیول شي او په دې اړه به د عامه پوهاوي او ټولنیز ذهنیت د روښانتیا لپاره څه وشي؟

تر ټولو مهمه دا چې په دې برخه کې د رسنیو او ښځینه خبریالانو ونډه او مسئولیت څه دی؟ د بیان ازادي د بشري حقونو بنسټ دی، موږ ښايي پر دغه اساسي حق ټینګار وکړو او له دې لارې په ګډه خپل ولس دې ته وهڅوو، چې د خپلو لوڼو او خویندو بنسټي انساني حق ته ځانونه ورسوي.

له زدکړو محرومیت زموږ ملي ستونزه ده او په دې برخه کې د خلکو ویښتیا او روښانتیا زموږ ګډ مسئولیت دی.

راروان سیمینار به په دې برخه کې حللارې راڅرګندې کړي او د ګډ فکر او عمل لپاره به لومړنی ګام شي.

وخت: پنجشنبې، د مې میاشتې ۲۵ نیټه، د کاناډا پر وخت ۱۰:۰۰ بجې او د افغانستان پر وخت ۶:۳۰

ځای: د زوم له لارې آنلاین

د نوم لیکنې لینک:

https://form-can.keela.co/world-press-freedom-day-webinar-may-25-2023