په تبعید کې افغانې خبریالانې؛ په کاناډا، افغانستان او نړۍ کې د ژوند او کار مدیریت

په تبعید کې افغانې خبریالانې!
پتېیلې ده، د بشري حقونو لپاره د خبریالانو سازمان (Journalists for Human Rights) «په تبعید کې افغانې خبریالانې؛ په کاناډا، افغانستان او نړۍ کې د ژوند او کار مدیریت» تر سرلیک لاندې یو انلاین وېبنار جوړ کړي.
د افغان خبریالانو په دغه وېبنار کې به د طالبانو له واکمنېدو روسته، په کور دننه او بهر کې پر شته ستونزو او کاري فرصتونو بحث وشي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) اجرایوي مسؤله اغلې فرشته همتي او ددې سازمان د ښځو برخې د عدالت غوښتنې کمېټې غړې او د Global News خبریاله اغلې شګوفه دانش به هم په دې وېبنار کې ګډون وکړي.
وخت: د مې میاشتې ۲۴مه، چهارشنبه، د کاناډا پر وخت د ماسپښین له ۱۲:۰۰ بجو تر ۱:۳۰ او د افغانستان پر وخت د شپې ۸:۳۰ دقیقې تر ۱۰:۰۰ بجو
ځای: د زوم له لارې په انلاین ډول
د نوملیکنې لېنک:

https://lu.ma/WomenJournalistsInExile