د مې درېیمې، د رسنیو د نړیوالې ورځې په مناسبت

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان تحلیلي ګزارش

تر هرڅه وړاندې ټولو افغان رسنوالو او د بیان پر ازادۍ باورمنو انسانانو ته د رسنیو د نړیوالې ورځې له کبله مبارکي وایو.

په افغانستان کې د جمهوریت، دیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ له سقوط څخه څه کم دوه کاله اوړي. دا موده په افغانستان کې د ټولو مدني ارزښتونو د له منځه تللو ترڅنګ، تر ټولو زیات د بیان د ازادۍ اصل، د رسنیو خپلواکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او خبریالانو او رسنوالو زیان لیدلی دی.

یوازې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې دننه ۲ خبریالان وژل شوي، ۵ په بدحال کې زندانیان دي. د طالبانو واک ته رسېدو په لومړنیو درې میاشتو کې ۴۳٪ رسنیو خپل فعالیت په ټپه ودراوه. د جمهوریت تر راپرځېدو پورې ۱۰۷۸۰ افغانانو په رسنیز سکتور کې کار کاوه، له دې شمېر څخه یې ۸۲۹۰ تنه نارینه او ۲۴۹۰ تنه ښځينه کارکوونکي وو. اوس له هرو پینځو ښځینه خبریالانو ځنې څلورو (۸۴٪) خپلې دندې له لاسه ورکړي، په ۱۵ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله یا د رسنیو کارکوونکې نه شته.

په ټولیزه توګه د طالبانو تر واکمنۍ روسته ۲۳۷ ځله د خبریالانو د حقونو د ترپښو لاندې کېدا خبرونه ورکړل شوي دي. ټولټال ۹۴ خبریالان نیول شوي، چې ۴۹ نیونې او ربړونې په پلازمېنه کابل کې پېښې شوې دي.

د خبرورکولو پرمهال ۳۰ ځله له خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی دی او د دې تحلیل تر لیکلو ۶ اونۍ وړاندې په بلخ کې د یوې چاودنې له امله ۱۶ تنه خبریالان ژوبل شول.

له هېواده د خبریالانو او رسنوالو پراخ مهاجرت او د کډوالۍ په چاپېریال کې دوی ته ورپېښې ستونزې د دغه وضعیت بل ځورونکی اړخ دی.

ترهرڅه وړاندې د هغو خبریالانو وضعیت ډېر تیاره دی، چې په پاکستان، ایران،هندوستان او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. له دوی څخه ګڼشمېر یې په کوربه هېوادونو کې د هستوګنې لپاره قانوني اسناد نه لري. له بدو اقتصادي ستونزو کړیږي، وزګار دي او له ځینو څخه یې داسې لړزوونکي خبرونه رارسیږي، چې اورېدل او زغمل یې خورا سخت دي. یوشمېرخبریالانو ویلي، چې مجبور دي د خپل وجود غړي وپلوري او خپلو ماشومانو ته پرې ډوډۍ واخلي. یوشمېر یې د کوربه هېوادونو له خوا نیول شوي او ربړول شوي هم دي.

هغه خبریالان، چې لویدیزو هېوادونو ته رسېدلي، یو څه په ښه حالت کې دي، خو د دوی لویه اندېښنه دا ده، چې ښايي له خپل مسلک څخه لرې او پر نورو کارونو بوخت شي، چې دوی یې تجربه نه لري. همدا راز دوی ته د نویو ژبو زده کول، د مسلکي وړتیا لوړول او په نوي ژوندچاپېریال کې د ادغام او روږدي کېدو ننګونه ویروونکې ښکاري.

که څه هم له هېواده د تبعید شویو خبریالانو دقیقه شمېره لا هم نه شته، خو یوازې په پاکستان کې همدا اوس هم شاوخوا ۲۰۰ خبر یالان او کورنۍ یې په بد حالت کې د خپل ناڅرګند برخلیک روښانتیا ته شېبې شماري.

دا خو د خبریالانو او رسنیو د کار د څومره والي (کمیت) اړخ دی. غمیزه تر دې ژوره او پېچلې ده. د ټولو هغو رسنیو لپاره چې په افغانستان کې دننه او ان په بهر کې د افغانستان لپاره فعالیت کوي، له کیفي یا د څرنګوالي له اړخه هم وضعیت تر دې تیاره او تور دی. په افغانستان کې فعال خبریالان او رسنۍ له شدیدې ځانسانسورۍ ځوریږي، هيڅوک هیڅه د واکمن نظام له خوښې او منښت پرته څرګندولای نه شي. تفریحي پروګرامونه، موسیقي، سیاسي بحثونه، مدني تحلیلونه نه شته، رسنیز کمیونیکېشن یواړخیز دی او د خلکو غږ په ستوني کې خپک شوی دی.

افغانان په ټولیزو جالپاڼو کې فعال دي، ګڼ خبرونه د شایعاتو او اوازو په بڼه خپریږي، چې د سمون یا ناسمۍ په اړه یې هېڅ مسئول رسنیز بنسټ سپیناوی کړلای نه شي. د ټولیزو رسنیو له خپرونو ښکاري، چې په افغانستان کې جګړې، وژنې، ترور، تښتونې، جنايي پېښې، د عقایدو تفتیش، د ښځو کړول، د پخوانیو پوځیانو تعقیب، تعذیب، ترور، وژنې او ورکېدنې په شدت روانې دي، جنايي پېښې د پراخې وزګارۍ او بېوزلۍ له کبله هره ورځ په پراخ کچ پېښيږي، د مخدره موادو کاروبار او د لسګونو ناپېژاندو بهرنیو ترهګرو بنسټپالو ډلو شتون او تګ راتګ د خلکو د رواني ربړولو لامل دي، خو د هېڅ یوې پېښې یا خبر په اړه اعتباري رپوټ نه خپریږي.

نړیوالې پېژندل شوې رسنۍ، چې افغانان ورسره له لسیزو اشنا وو، لکه بي بي سي، امریکاغږ، ازادۍ راډیو،دویچه وله او نورې، په افغانستان کې یې لیدل او اورېدل بند یا محدود شوي دي.

د سقوط پر مهال د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او لویو ځواکمنو هېوادونو د سیاستونو په اړه د افغانستان خلکو عامه افکارو منفي انتباه او اخیستنې ورخپلې کړې دي. د افغانانو په عامه ذهنیت کې دا باور بنسټي شوی دی، چې نړیوالو دوی د ولسواکۍ، بشري حقونو، دښځو حقونو، د تعلیم حق، د بیان ازادي او د رسنیو د ازادۍ په شان د بنسټي حقوقو ساتنې په برخه کې یوازې پریښي او د خپلو سیالیو او ستراتيژيکو ګټو د ورخپلولو لپاره یې د دغو ارزښتونو د تحقق لپاره مرسته و ملګرتیا ریښتینې نه وه.

د ناهیلیو او تیارو په دې ټول پراخ افق کې د هیلو څه نا څه څرکونه هم شته. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تبعید شوي خبریالان، د ژورنالیزم متخصصان او استادان سره په تماس کې دي. دغه رسنیز ظرفیت په نشته امکاناتو کې هڅه کوي خپل تخصص، تجربه او مسلک په نوې بڼه په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي مهمې اړتیا ته ځانګړي کړي. په همدې بهیر کې د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان بنسټ کېښوول شو، چې تر دې دمه پاموړ بریاوې لري:

  • د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغان خبریالانو ترمنځ همغږي،
  • له نړیوالو مسلکي او اړوندو بنسټونو او سازمانونو سره د افغان خبریالانو د ستونزو د حل لپاره اړیکي او همکاري،
  • د افغان خبریالانو او ټولو هغو رسنوالو، چې په ریښتینې توګه یې په دې برخه کې کار کړی دی، په یوه سټنډرد دیتابېس کې ثبت او تنظیم،
  • د ملګرو ملتونو سرمنشي، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو، د کډوالۍ نړیوالو ادارو او اړوندو سازمانونو ته د افغان خبریالانو د ستونزو او ربړو په اړه د هغه لیک استول، چې ۶۰۰ افغان خبریالانو لاسلیک کړی دی.

تر دې ورهاخوا د یوشمېر نورو بنسټي اقداماتو عملي چارې ترلاس لاندې دي.

د افغان خبریالانو په نوښت او اراده هلته او دلته د یو شمېر نویو رسنیو د سر راپورته کولو هڅې هم شوي دي او افغان خبریالانو د خپلو او نورو خبریالانو د مسلکي کار او فعالیت د دوام لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

په دې منځ کې د یوې افغاني، مسلکي او د ژورنالیزم اخلاقو ته د ژمنې رسنۍ یا رسنیز مرکز تشه په شدت احساسیږي. داسې یو خبري اژانس، چې افغانان پرې  باور وکړي او غږ یې د افغانستان دننه او بهر ټولو افغانانو ته ورسېدلای شي.

په دې توګه به د افغانانو د عامه افکارو د بې نظمۍ او د دغه هېواد د خلکو د عامه ذهنیت د ګډوډۍ او بېباورۍ فضا یوڅه بدله شي.

موږ ۲۰۲۳ کال په همدې هیله او اراده پیل کړی دی او هیله لرو نړیواله ټولنه او اړوند نړیوال  بنسټونه یې ملاتړ وکړي ، موږ دا منو، چې په دې برخه کې لومړنی مسئولیت پخپله د افغانانو دی، چې په دې برخه کې سره یو شي او په ګډه په دې اړه ځانونه ټاکلیو اهدافو ته ورسولای شي.

د مې درېیمه – د رسنیو نړیواله ورځ- د داسې اپییل د تکرار او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د حق د بیا راستنولو لپاره د غږ ایستلو تر ټولو ښه موقع ده.

دغه ورځ دې یوځل بیا د نړۍ ټولو رسنیو او رسنوالو ته مبارک وي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان

روز جهانی آزادی مطبوعات پشتو