د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان ویاړي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د ترسره شوې اړتیا ارزونې پایلې خپروي.
په دې څېړنه کې د افغانستان دننه او بهر په پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکیې، هند او ځینو اروپايي او امریکايي هېوادونو کې مېشتو ۳۱۰ تنو خبریالانو ګډون کړی دی.
د دې ارزونې اصلي منځپانګه حرفوي زدکړې، ژبزدکړې، د رسنیو مدیریت او کارموندنه ده.
په ځانګړې توګه ډیری خبریالانو د کارموندنې، سایبري امنیت، فزیکي امنیت، د کړکېچ پرمهال د خبریالي او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ګټې وټې په برخو کې د زدکړو او ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دنورو معلوماتو لپاره د دې اړتیاارزونې بشپړ راپور دلته ولولئ:
NARAJ
