د خلکو په وینا بندیز د بشري حقونو د یوه بل اصل نقض

 

پر افغانستان د واکمنو طالبانو د یوه نوي حکم له مخې، د یوې رسنۍ د نامسلکي و منفي تبلیغاتي چلند په پلمه، له خلکو او کارپوهانو غوښتل شوي دي، چې دغه رسنۍ دې نه ګوري او ورسره مرکې و خبرې دې نه کوي.

د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان له نظره داسې مستبدانه احکام د بیان د ازادۍ د اصل پر خلاف دخلکو په سترګو، غوږونو او ژبو د منځنیو پېړیو په شان د بندیز لګولو یوه بله هڅه ده، چې په اوسنۍ زمانه کې یې تطبیق ناشونې بریښي.

که رسنۍ د خلکو له سپیناوي او په عامه افکارو کې د رامنځته شویو حقایقو له بیان څخه منع شي، خبرونه او تبصرې لا پسې یواړخیزه کیږي او ورو ورو خپلواکې رسنۍ هم په تبلیغاتي ماشینونو بدلیږي.

د ژورنالیزم او ارتباطاتو د علم له مخې دا د خلکو د بیان ازادۍ ته درناوی او خپلواکي ورکول دي، چې د حقیقتونو او واقعیتونو په درک کې د بیان انډول ساتي او عامه افکار د پېښو د څرنګوالي په حقیقت روښانوي.

واکمن په داسې چلند خپل استبداد لا پسې برملا کوي او هم د بیان د خپلواکي روستنۍ نښې له منځه وړي.

موږ به د دې لپاره چې مخالف و موافق لوري خپل نظر څرګند کړلای شي، خپلو هاند و هڅو ته دوام ورکړو

له افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان