په آلمان کې د مطبوعاتو او رسنیو د ازادۍ د اروپايي مرکز له مسوولینو سره د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ناس

په آلمان کې د مطبوعاتو او رسنیو د ازادۍ د اروپايي مرکز له مسوولینو سره د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ناسته:

 

د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان استازو نن چهارشنبه د (ECPMF)بنسټ د عملي ملاتړ پروژې له مسوولې «مېرمن کاترین شاتز» او د هغې له همکارې «مېرمن ایدیث» سره ولیدل.

همداراز په غونډه کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د فعالیتونو په اړه مالومات وړاندې شول او د افغان خبریالانو لپاره د همکارۍ غوښتنه وشوه.

 

د دغه سازمان د رهبرۍ پلاوي په هېواد کې دننه، ګاونډیو هېوادونو او نړۍ کې د افغان خبریالانو د اوسني وضعیت د وضاحت په ترڅ کې د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

د اروپا د مطبوعاتو او رسنیو ازادۍ مرکز هم د افغان خبریالانو لپاره د ښوونیزو همکاریو او د ځانګړو کورسونو د برابرولو ژمنه وکړه، چې د سازمان د مشرتابه غړیو لخوا یې هرکلی وشو.

 

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان، له څه مودې راهیسې له خبریالانو سره د همکارۍ په هڅه کې دی او له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو سره یې اړیکې نیولي ترڅو هغوی د رسنیو، خبریالانو او د بیان ازادۍ له اوسني وضعیت څخه خبر کړي .

د یادونې وړ ده چې د خبریالانو ملاتړ سازمان په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پر جدي ملاتړ ټینکار وکړ.