دوه کاله تورتم; د اسد ۲۴مه په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ سقوط

د اسد میاشتې ۲۴ مه ، فرانکفورت ، جرمني.

په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د سقوط دوه کاله پوره شول. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۲۴ مه په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط سره سم، د بشري حقونو د نړیوالو ارزښتونو او د افغانانو د پرلپسې هڅو په پایله کې رامنځته شوی د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکي او اطلاعاتو ته د لاسرسي د مهم حق د سقوط او له منځه تللو دردونکی بهیر هم راپیل شو. په تېرو دوو کلونو کې افغانستان، له دې اړخه، په یوه تپه تیاره سیمه بدل شو. خبریالان او رسنوال – په تېره بیا ښځینه رسنوالې- د ترخو بدلونونو لومړني قربانیان ول.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تېرو شلو کلونو کې د رسنیو په برخه کې ټولې بریاوې یوه یوه په اوبو لاهو شوې. بشپړ اکثریت خبریالانې او خبریالان په بدو شرایطو کې وطن پرېښودو ته اړ شول او هغوی چې پر وطن پاتې دي، هم یې ګام پرګام کار او د (ویلو) انساني حق له لاسه ورکړ.
تبعید شوي خبریالان له هېواده بهر د کډوالي ستونزې ګالي او په کور دننه د رسنیو کمزورې ډيوې روستۍ سلګۍ وهي.
داسې ښکاري، چې د بیان ازادي او رسنۍ په لوی لاس له منځه ځي، ځکه د روانې پېچلې لوبې یوه غوښتنه ښايي دا وي، چې په افغانستان او سیمه کې روان ناورین پټ پاتې شي. موږ هره ورځ په افغانستان او سیمه کې د وژنو، خونړیو پېښو، چاودنو، تښتونو، کړولو او نښتو خبرونه اورو، خو د واکمنو جدي هڅه دا وي، چې دا هرڅه پټ پاتې شي. د نړیوال کمیونیکېشن په اصطلاح افغانستان او ورپورې تړلې پېښې په یوه تورتم سیمه Dark Area بدلیږي. په خوست کې د دوشنبې چاودنې په شمول ګڼې داسې خونړۍ پېښې شته، چې خلک یې په حقیقت، څرنګوالي او دلایلو نه پوهیږي. هرڅه مبهم او مرموز دي. څوک نه پوهیږي، چا، څوک، ولې او څنګه ووژل؟ ولس لا هم د ناڅرګنده دوښمنیو په اور کې قرباني کیږي. خلک د خپل بد وضعیت د څرګندولو لپاره ژبه او د اظهار وسایل نه لري.
په تېرو شلو کلونو کې – په سیاسي او اداري برخو کې له شته ستونزو سره سره- د بیان ازادي، رسنیو، مدني ټولنې او په تېره بیا په دې ټولو برخو کې د ښځینه فعالانو حضور د افغانستان د ملت لپاره یوه لویه تاریخي بریا ده، چې تر نن پورې د استبداد او تحجر په وړاندې روان مدني پراخ او فعال غبرګون یې ژور اغېز ګڼلای شو.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د همدغو ارزښتونو د ساتنې په پار جوړ شو، چې په تبعید کې د افغان رسنیو او رسنوالو ژمنه او تخصص و تجربې وژغوري.
موږ افغانستان ته هرڅه ژر د یوه خپلواک، ملي، قانونمند او مشروع ولسواک نظام په راستنېدو، غواړو د بیان ازادي، رسنۍ او د بشري حقونو هر بل اصل بېرته خپل پرمختیايي او پراختیايي مزل پیل کړي او افغانان له خپل دغه اساسي حق څخه برخمن شي. په دې برخه کې اړوند افغان او نړیوالو همکار بنسټونه له سازمان سره په اړیکو کې دي.
د استبداد او تورتم د دوه کلنۍ په درشل کې موږ خپله ژمنه، اراده او هیله یو ځل بیا تکراروو، چې په افغانستان کې به د بیان او رسنیو ازادي بله شوې ډیوه مړه کېدو ته نه پرېږدو او په دې برخه کې به د خپلوخلکو او همکارانو په ملاتړ هڅو ته دوام ورکوو.
تلپاتې دې وي د بیان د ازادۍ حق
د افغانانو غږ دې د خپلو ملي رسنیو له ستوني لا پسې لوړ او رسا وي!
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان