دا ارزښتمنه لاستهراوړنه چې د شاهي ټلوېزیوني ټولنې (RTS) د مسلکي بنسټ لهخوا په لندن ښار کې د ټلوېزیوني جایزو د ورکړې په مراسمو کې اغلې یلدا حکیم ته ورکړل شوه، د افغانستان د رسنیزې ټولنې او په ټوله نړۍ کې د مېشتو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.
د اغلې یلدا حکیم بریا په نړۍوالو ډګرونو کې د افغان خبریالانو د وړتیا، ژمنتیا او مسلکيتوب څرګندونه کوي او د هېواد د ځوانو خبریالانو لپاره الهامبښونکې ده.
موږ اغلې یلدا حکیم ته د خبریالۍ او رسنیو په برخه کې د نورو بریاوو هیله کوو او هیلهمن یو چې دا ډول لاسته راوړنې په معتبرو نړۍوالو رسنیو کې د افغان خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د پراخ حضور لپاره لاره هواره کړي.
په درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان