سیمه‌ییز کړکېچ او پر افغان کډوالو اغېزې

د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې نښتې او همداراز پر ایران د اسراییل او متحده‌ایالاتو وروستي بریدونه، په سیمه کې امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی کړی او له بده مرغه، د دې کړکېچونو مستقیم اغېز په ګاونډیو هېوادونو کې پر مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړې توګه پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو، پرېوتی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په ژوره اندېښنه سره خبر شوی چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې د افغان رسنیزې کورنۍ دوه غړي په پاکستان کې نیول شوي او ټاکل شوې چې په جبري توګه افغانستان ته ولېږدول شي. د امنیتي ملاحظاتو له امله د دۍ کسانو هویت نه افشا کوو، خو شته شواهد ښيي چې دغه ځورونې د بیان ازادۍ او رسنیو خپلواکۍ پر وړاندې د جدي فشار دوام دی.

موږ په کلکو ټکو د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې هر ډول ځورونې، نیونې او جبري ستنولو بهیر غندو. جبري ستنول، په داسې حال کې چې یاد کسان د جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د خوندیتوب له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

موږ د پاکستان له حکومت نه غواړو چې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو، د خوندیتوب په برخه کې خپل نړۍوال مسوولیتونه رعایت کړي او ژرترژره د نیول شویو کسانو د جبري لېږد بهیر ودروي.

همداراز، له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د رسنیو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کوو چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي او د هغوی د بیامېشتېدو او قانوني ملاتړ زمینه برابره کړي.

د بیان ازادي د هرې ازادې ټولنې بنسټ دی. پر خبریالانو فشار، نیونه او جبري ستنول نه یوازې د افرادو پر ژوند برید دی، بلکې د حقیقت او معلوماتو پر وړاندې هم ګواښ ګڼل کېږي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان