د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان رهبرۍ او ورسره پلاوي د مشر ژورنالېست او خدایي خدمتګار بازمحمد عابد د ناروغۍ پوښتنه وکړه.

 

ښاغلی عابد چې کلونه یې د خبریالۍ له لارې د افغانستان د فرهنګي، کلتوري تنوع بیلګې رابرسیره کړي او د خلکو غږ ګرځېدلی و، دغه راز یې په خیریه کارونو هم د افغان خبریالانو د کورنۍ ښه استازولي کړې.

نوموړي څه موده وړاندې په جرمني کې د زړه عملیات په بریالیتوب سره وکړل او اوس یې صحت د ډاډ وړ دی.