په جلاوطنۍ کې د رسنیو فرصتونه او ننګونې

 

د «ناورین پر مهال خپلواک ژورنالېزم» په نوم دوه ورځنی کنفرانس د فریدرېښ نائومان بنسټ له‌خوا د جلاوطنه خبریالانو او ادارو په ګډون، د جرمني په ګومرسباخ ښار کې له بېلابېلو پنلونو سره ترسره شو.

د پنلونو یو اصلي مهور «د جلاوطنه رسنیو رول: له اصلي هېواد سره یې اړیکه» وه، چې په‌کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د رهبرۍ بورډ غړي ډاکټر حضرت بهار خبرې وکړې. هغه جلاوطنه رسنۍ د افغانستان د خلکو لپاره د اطلاعاتو رسونې مهمې او کلیدي سرچینې وبللې.

ښاغلي بهار د اطلاعاتو په لېږد او خپرېدو او د بیان ازادۍ او ولسواکۍ ارزښتونو په وده کې د خپلواکو رسنیو او خبریالانو پر رول او ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز، له نړۍوالو بنسټونو او ملاتړکوونکو شبکو وغوښتل چې له افغان رسنیو او خبریالانو خپل ملاتړ دوامدار وساتي، ځکه ازادې رسنۍ دا مهال یوازینی باور وړ مرجع ګڼل کېږي چې د افغان ولس غږ او رنځونه منعکسوي او د هغوی د حقونو ساتنه کوي.

ډاکټر بهار د جلاوطنه خبریالانو د هغو ستونزو هم یادونه وکړه چې هغوی ورسره مخ دي. سربېره پر دې، هغه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) او د لایپزیګ پوهنتون تر منځ د یوه علمي او ګډو څېړنو موندنو هم اشاره کړې ده.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د جلاوطنه خبریالانو تجربې، د بیان د ازادۍ ارزښت او د رسنیزو فعالیتونو اړوند بېلابېل موضوعات وڅېړل شول؛ په ځانګړي ډول د هغو کسانو موضوعات چې د استبدادي حکومتونو له امله کډوال شوي دي.