د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د افغان خبریالانو او د مطبوعاتو د ازادۍ له امله د بې‌پولې خبریالانو (RSF) د دوامداره ملاتړ ډېر منندوی دی

 

مونږ د بیان د ازادۍ په برخه کې د RSF له بې‌ساري ملاتړ او د خبریالانو، په ځانګړې توګه په دې سختو ورځو کې له هغوی سره د د دغه بنسټ له یووالي مننه کوو.

ویاړو چې د «نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ ډلبندۍ د ۲۰۲۵ کال» نسخه مو ترلاسه کړه او له RSF نه مننه کوو چې د حامد عبیدي په مشرۍ د AJSO هڅې یې د مطبوعاتو د ازادۍ په دفاع کې په رسمیت پېژندلي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) تل د افغان رسنیو قوي ملاتړکوونکی و او د دغه بنسټ دوامداره ملاتړ موږ ته دا قوت راکوي چې د خپلواک ژورنالېزم ارزښتونو د خوندیتوب لپاره کار وکړو.

‏AJSO له RSF سره نږدې کار کولو ته ژمن دی او په ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ او د افغان خبریالانو د حقونو ملاتړ په موخه به په ټوله مانا هڅه وکړي.