دوامداره اړیکې؛

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د مشرتابه بورډ غړو د VAFO بنسټ له مسوولانو سره په یوې مجازي ناسته کې ګډون وکړ!

په دې ناسته کې د سازمان د فعالیتونو، همکاریو او اوسنیو پروګرامونو په اړه بحث وشو او همداراز د افغان خبریالانو ننګونې او اړتیاوې مطرح شوې.

د VAFO بنسټ مسوولانو د سازمان د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ، د دوامداره او اغېزمنې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او د نورو لازمو ملاتړ لپاره یې چمتووالی اعلان کړ.

یاد سازمان ژمن دی چې د دوامداره همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هېڅ ډول هڅې دریغ و نه کړي!