د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) په ژورې اندېښنې سره د ایران او اسراییل ترمنځ د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو وروسته، په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو بحراني وضعیت څاري.
له بده مرغه، د دې کړکېچونو له امله په ایران کې د افغان کډوالو او خبریالانو لپاره سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت لا ډېر سخت شوی دی.
هغه افغان خبریالان چې د امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله له افغانستانه ایران ته تللي، اوس د تاوتریخوالي، تعقیب او بېسرنوشتیو له نوې څپې سره مخ دي. دا خبریالان چې ډېری یې له خپلواکو او ازادو رسنیو سره همکاران پاتې شوي، نه یواځې د نیولو او شړلو له خطر سره، بلکې د ژوند له جدي ګواښ سره هم مخامخ دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان چې د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټ دی، د خبریالانو د ملاتړ له ټولو نړۍوالو بنسټونو او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د ایران مېشتو افغان خبریالانو د لېږد، بیامېشتېدنې او بېړنۍ خونديتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.
موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې افغان خبریالان هېر نه کړي او د حقایقو د رسونې د دې استازو د ژغورنې لپاره عملي، ګټور او بېړني ګامونه واخلي. موږ ستاسو همکارۍ، یووالي او سملاسي اقدام ته اړتیا لرو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)