
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په اسلاماباد کې د پاکستاني پولیسو لهخوا د ښاغلي احمدذکي صافي او ښاغلي نصیراحمد بهروز نیولکېدل ډېر د اندیښنې وړ او دا اقدام د بشري حقونو د اصولو او د کډوالو قانون پر وړاندې د پاکستان د نړۍوالو مکلفیتونو خلاف بولي.
د راپورونو لهمخې، د پاکستان پولیسو نن سهار د ښاغلي بهروز کور ته ورغلي او پرته له دې چې کوم قانوني سند وړاندې کړي، هغه یې نیولی او ناڅرګند لوري ته یې لېږدولی دی. ښاغلي بهروز خپل کورنۍ او همکارانو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې له خپل وضعیت او برخلیک ته سخت اندېښمن دی، ځکه چې قانوني استوګنلیک نه لري او که چېرې په جبري ډول بېرته افغانستان ته ولېږل شي، ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي.
ښاغلی بهروز یو له هغو تجربهلرونکو افغان خبریالانو نه دی چې د هېواد په شمال کې یې د کلونو-کلونو راهیسې د رسنیو په برخه کې فعالیت کړی او له درېیو کلونو ډېر وخت کېږي چې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي. سره له دې چې نوموړي څو-څو ځلې په یوه امن هېواد کې د بیامېشتېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه هېڅ نړۍوال بنسټ لازم غبرګون نه دی ښودلی.
همداراز احمدذکي صافی چې دمګړۍ د یوې جلاوطنه رسنۍ کارکوونکی دی، شاوخوا ۱۰ کاله د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې د کار تجربه لري او له تېرو دریېو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کاوه چې له بده مرغه همدا نن د پاکستاني پولیسو لهخوا له دغه هېواده په جبري ډول ایستل شوی دی. نوموړی په پاکستان کې بېبرخلیک په وضعیت کې ژوند کاوه او تر اوسه هېڅ نړۍوال بنسټ یوه امن هېواد ته د هغه د بیامېشتېدو لپاره همکاري نه ده کړې.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان له حکومت نه غواړي چې ښاغلی بهروز ژر تر ژره خوشې کړي او افغانستان ته د هغوی له جبري ایستلو نه ډډه وکړي. همداراز، موږ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ)، د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) او له نورو نړۍوالو بنسټونو نه غوښتنه کوو چې د ښاغلي بهروز، ښاغلي صافي او نورو افغان خبریالانو د ژغورنې لپاره بېړني اقدامات وکړي.
د خبریالانو، په ځانګړي ډول د کډوالۍ او بېبرخلیکۍ په سختو شرایطو کې د ایسارو خبریالانو ملاتړ زموږ ټولو انساني او اخلاقي مسوولیت دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان