
په هېواد کې د طالبانو لهخوا پر رسنیو د بندیزونو په دوام، دغې ډلې په بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د خصوصي رسنیو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د ژوندیو موجوداتو (انسان او حیوان) انځورونه دې نه خپروي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د دغه ځپونکي بندیز په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي او دا د بیان پر ازادۍ د اوسنیو حاکمانو یو بل ګوزار بولي.
په هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د رسنیز ډګر د ناوړه وضعیت په دوام، دا لومړی ځل نه دی چې پر رسنیو بندیزونه لګول کېږي؛ بلکې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د رسنیو سانسور، پر نشراتو څار، د خبریالانو نیول او ګواښل او د حاکم رژیم په ګټه تبلیغاتو ته د رسنیو اړ کېدل هغه څه دي چې د هېواد رسنۍ یې ډېرې سختې اغېزمنې کړې دي.
د اوسنیو واکمنانو د دا ډول اقداماتو موخه یوازې او یوازې په هېواد کې د ازادو رسنیو د ودې مخنیوی دی او په دې سره غواړي چې د مطبوعاتو ازادي په بشپړه توګه لهمنځه یوسي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان باور لري چې د خبریالانو او رسنیو د ازادو فعالیتونو په بندیز سره نه یوازې د هېواد د بیان ازادۍ د پرمختګ بهیر ته زیان رسېږي؛ بلکې د ټولو انسانانو یو شمېر بنسټیز حقونه چې ژوند، ازادي او د نظر څرګندول دي، تر پښو لاندې کوي.
سازمان ټینګار کوي چې افغان رسنیو او خبریالانو د ازادو او له سانسور پرته فعالیتونو د ملاتړ لپاره د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، باید د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو هر ډول لګېدلی بندیز لغوه شي.
سازمان ټینګار کوي چې اوسنی رژیم باید د خبریالانو او رسنیو امنیت او خونديتوب ته جدي پاملرنه ولري، تر څو هغوی د خپل کار د ترسرهکېدو پرمهال پرته له کومې وېرې څخه فعالیت وکړي، ځکه هېڅوک حق نهلري چې ولس ته د اطلاعاتو د رسونې بهیر بند کړي.
همداراز د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان غواړي چې نړۍوال سازمانونه او بشري حقونو ټول بنسټونه باید د دا ډول بندیزونو په تړاو جدي څارنه او د هېواد په ناوړه شرایطو کې د افغانانو د ملاتړ لپاره د بیان د ازادۍ لاسنیوی وکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)