د څو رسنیو د فعالیتونو د بیاپېلېدو په مناسبت د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

خوشاله یو‌ چې د امریکا د متحده‌ایالاتو د عدلي بنسټونو له‌خوا د امریکا غږ او ازادۍ راډیو اړوند رسنیو د فعالیت د بندیدو حکم رد شوی او هڅې روانې دي چې د دغه هېواد فدرال ادارې د یادو رسنیزو نړیوالو بنسټونو د فعالیت د دوام لپاره مالي امکانات ورکړي.

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان خوښ دی او ویاړي چې د همکارو نورو بنسټونو په ملتیا یې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړ او اړوند سازمانونه یې، په تېره بیا د افغانستان په اړه، د دغو رسنیو اهمیت ته متوجه کړل. په افغانستان کې چې اوس د حاکم استبداد او سانسور له امله اطلاعاتو ته د لاسرسي ټول امکانات له منځه وړل شوي دي، د څو نړیوالو رسنیو حضور او فعالیت خورا مهم او ارزښمن دی.

‏سازمان د خپلې مسلکې وظیفې په توګه په رسنیز ډګر کې د افغانستان خلکو ته د پروخت، ریښتینې او مسلکې خبررسونې او اطلاعاتو ته لاسرسۍ حق څاري او پالي. ځکه خو ټولو افغان رسنوالو، نړیوالو مرستندویو رسنیزو بنسټونو او د بیان و رسنیو پر ازادۍ ټولو باورمنو نړیوالو باندې غږ کوي چې د دغو نړیوالو اژانسونو ترڅنګ بیا هم افغان مسلکي او ملي رسنیو ته اړتیا شته چې په تبعید کې یې رامنځته کړي او هرکله که د هرې پرېکړې یا پېښې له کبله دغسې نړیوالې رسنۍ بندیږي، نو ښايي چې افغانان خپلې باور وړ رسنۍ ولري.

‏په دې بهیر کې به سازمان خپلو هراړخیزو علمي هڅو ته دوام ورکوي. موږ د بیان او رسنیو په ازادۍ باور لرو او ت تحقق لپاره یې کار کوو.

 

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)