په کندهار کې د ازاد خبریال محمدیار مجروح د بیاځلې نیول کېدو په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه!

 

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ته رسېدلي رپوټونه ښيي چې طالبانو په کندهار کې ازاد خبریال، محمدیار مجروح یو ځل بیا نیولی دی.

‏سازمان د دا ډول ناقانونه او نااصوله نیولو د غندنې ترڅنګ، له اوسنیو حاکمانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او یاد خبریال دې له ځنډ او شرط پرته ازاد کړي.

‏همداراز زمونږ بنسټ، د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې خپل غږ پورته کړي او د ټولو بندي خبریالانو د ازادۍ لپاره ګام واخلي.

‏له بده مرغه د هېواد خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ د نورو سیمو په پرتله له جدي ګواښونو او زیانونو سره مخ دي؛ دوی خپلواکي، د بیان حق، اقتصادي ملاتړ او د خلکو د اطلاع رسونې اسانتیاوې نه لري.

‏سانسور او محدودیتونه دوی او ټول مسلکي خبریالان ورځ تربلې ځوروي او که دا وضعیت دوام ولري، افغانستان به د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې د نړۍ پر یوه تیاره سیمه بدل شي.

‏سازمان به هڅه وکړي چې د ټولو بندي، نیول شویو او تر څارل لاندې خبریالانو د ملاتړ غږ راپورته او د هغوی حقوقي وضعیت وڅاري او روښانه کړي. د یاد بنسټ دا هڅې به د خپلو ټولو همکارانو تر ازادۍ پورې دوام ومومي.

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان