د خواشینۍ پیغام

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان په کونړ کې د ملي ټلوېزیون پخوانی مشر او د پژواک خبري اژانس خبریال خان‌ولي‌ سالارزی د ورپېښې ناورغۍ له امله مړ شوی دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د هغه کورنۍ ته تسلیت او خواخوږي وړاندې کوي او د نوموړي مړینه د افغانستان د مطبوعاتو لپاره لویه ضایعه ګڼي.

ښاغلي سالارزي له تېرو دوو لسیزو راهیسې په کونړ کې د مطبوعاتو په برخه کې کمساري خدمتونه کړي دي چې یاد به یې تلپاتې وي.

روح دې یې ښاد وي
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان