د فبرورۍ ۱۳مه، د راډیو نړۍواله ورځ مبارک!

 

د راډيو نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې د راډيوګانو نشرات له تېرو دوو کلونو راهیسې محدود شوي، ګڼ شمېر راډیویي خبريالانو د رسنیو د نورو خبریالانو په څېر خپلې دندې له لاسه ورکړي او د روان وضعیت له کبله نه شي کولاى د هېوادوالو یو رښتينی غږ شي.

ټولو ګرانو خبریالانو ته د دغې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ له اوسني حاکمیت څخه غوښتنه کوو چې پر ټولو رسنیو او په ځانګړې توګه د راډیوګانو او خبریالانو پر وړاندې شته محدودیتونه لیرې کړي څو د بیان او رسنیو ازادۍ ته خنډ نه وي.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو د خپاره شویو معلوماتو پر بنسټ، د جمهوري نظام له ړنګېدو وړاندې په هېواد کې ۴۳۸ راډیوګانې فعالې وې او په افغانستان کې د اوسني حاکمیت له جوړېدو سره تر ۵۰ سلنې ډېرو راډیوګانو خپل نشرات درولي دي.

دې ته په پام سره چې راډیو په افغانستان کې د نورو اصلي رسنیو په پرتله له ډېر ارزښت څخه برخمنه ده؛ له ټولو ملي او نړۍوالو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د غږېزو رسنیو فعالیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او اوسنی حاکمیت دې ته اړ کړي څو د افغانستان پر رسنیو او خبریالانو نور محدودیتونه وضع نه کړي.

موږ د افغانستان خبریالانو د ملاتړ په سازمان کې د هم‌مسلکه خبریالانو د عدالت غوښتنې او د هغوی حقونو ته د رسېدنې په برخه کې د دغه هېواد د رسنیو کورنۍ د حقونو دفاع او ملاتړ ته دوام ورکوو.

په زښت زیاد درناوي او مینه؛
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان