د جاپان د کیودو خبري اژانس خبریال احسان اکبري د طالبانو له بند څخه خوشې شو

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښاغلي اکبري له خوشې کیدو څخه د هر کلي ترڅنګ له طالبانو د ټولو رسنوالو او خبریالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
سازمان په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې د خبریالانو نا قانونه نیول د رسنیو د قانون خلاف او د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو له کمیسیون سره په ټکر کې دی او موږ ته د منلو وړ نه دی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالان او د رسنیو فعالان د نامعلومو دلایلو او د رسنیو د قانون خلاف بندیان شوي و، چې دغه چلند د بیان د ازادۍ په اړه د اوسنیو واکمنانو د پخوانیو ژمنو خلاف دی.

په ورته وخت کې له سرپرست حکومت څخه سره له دې چې د معلوماتو د خپراوي پر ازادۍ د محدودیتونو د مخنیوي غوښتنه کوو،د ټولو بندي شویو خبریالانو پر ازادۍ هم ټینګار کوو.

موږ د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ په سازمان کې؛ د خپلو هم‌مسلکانو د مشروع حقونو د دفاع په موخه، د بیان او رسنیو د ازادۍ په ډګر کې د بشپړ خوندي او له سانسور څخه د پاک چاپیریال لپاره مبارزه کوو.

په درنښت

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان