د محمد داوود سیاوش د مړینې په اړه له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

 

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هیواد وتلی ژورنالیست، څېړونکی، شاعر او لیکوال او د جلاوطنه لیکوالو د ټولنې غړی “محمد داوود سیاووش” له درې ورځې تري تم کېدو روسته په المان کې په ناڅرګنده توګه مړ موندل شوی دی. . د محمد داوود سیاووش زوی بکتاش سیاووش په دې اړه په خپله فیسبوکپاڼه کې ویلي، چې د جرمني پولیسو د هغه د پلار مړی موندلی، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې پر ده څه تېر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د حقیقت موندنې لپاره د آلمان د پولیسو پلټنې روانې دي. د ارواښاد داوود سیاووش پر یوه زوی یما سیاوش، چې د هېواد یو وتلی خبریال و، په کابل کې دوه کاله او لس میاشتې وړاندې چاودنه وشوه او په دغه پېښه کې شهید شو.

له افغان خبریالانو د ملاتړ اداره د دغه خواشینوونکي خبر په اورېدو غمجن او اندېښمن شوی دی. موږ هیله من یو، اړوند بنسټونه په دې برخه کې خپلې موندنې اعلان کړي، چې په راتلونکې کې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو او روڼ‌اندو د ژوند په اړه د اندیښنو مخه ونیول شي.

دغه سازمان د ارواښاد سیاووش کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وايي او ورته د زغم و صبر غوښتنه کوي. انالله و انا الیه راجعون. د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان